ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې ٤٠٠ پروژې پلې شوې

په ميدان وردګو کې ٤٠٠ پروژې پلې شوې

author avatar
28 Mar 2015 - 13:51
په ميدان وردګو کې ٤٠٠ پروژې پلې شوې
author avatar
28 Mar 2015 - 13:51

ميدانښار (پژواک، ۸ ورى ۹۳): چارواکي وايي چې په ميدان وردګو ولايت کې د روان لمريز کال په ترڅ کې نږدې ٤٠٠ پروژې بشپړې او پنځه زره کورنۍ ترې برخمنې شوې دي.

د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاالله خوږياڼي د وري په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې پروژې د کليو پراختيا او بيارغونې رياست د ملي ثبات، ملي پيوستون، د سړکونو ملي پروګرام، د پاکو اوبو، د ټولنيز پروګرام، سيمه ييزې پراختيا او يو شمېر نورو پروګرامونو له لوري د خلکو په غوښتنه او د هغوی په مرسته پلې شوې دي .

نوموړی زياتوي چې په دغه پروژې د کاريزونو، استنادي دېوالونو، د کرنې لپاره د اوبو ذخيرې، کانالونو پخول، د اوبو حوضونو، پلچکونو، لوبغالو، سربندونو، حرفوي کورسونو، څاه ګانو، د ښوونځيو ودانيو او سړکونو جوړولو په برخو کې دي.

خوږياڼي وويل چې يادې پروژې د ۱۳۹۳ لمريز کال په ترڅ کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پلې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي .

هغه وايي، همدا راز په بشپړو شوو پروژو کې د برېښنا لپاره د اوبو کوچني بندونو، د غونډو تالارونو، د ښوونځيو لپاره د احاطې جوړولو او ګڼ شمېر نورې پروژې دي، چې ترې شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ ګټه اخلي .

د والي وياند وويل چې پر يادو پروژو ۳۰۸ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې ډېره برخه يې د کليو پراختيا وزارت له لوري ورکړل شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کليو پراختيا او بيارغونې ادارې د يادو پروګرامونو له لوري د تېر کال په ترڅ کې د مېرمنو په ګډون ۵ زره تنو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړې ده.

د دې ادارې د ثبات پروګرام دمګړۍ هم د دغه ولايت په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د بيارغونې په برخه کې د ۱۳۵ ميليونو افغانيو په لګښت ۳۵ نورې پروژې هم تر کار لاندې لري، چې د روان کال په ترڅ کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د کليو پراختيا او بيارغاونې رييس انجنير جان محمدحکمتجو وايي د يادو پروژو د پلي کېدو پر مهال يې له پوره شفافيت څخه کار اخيستی او د دوی ترڅنګ ترې قومي شورا ګانو هم په جدي ډول څارنه کړې،چې له همدې امله يې کارونو کې ښه والی هم شتون لري.

هغه زياته کړه،د ۹۴ کال په ترڅ کې هم د پروژ د تطبيق په موخه ښه پلان جوړ کړی او د جوړو شويو شوراګانو په مرسته به هڅه وکړي،چې د پروژو څخه يې د پنځوس زرو څخه زياتې کورنۍ ګټه واخلي .

د ميدان وردګو سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي د کيلو پراختيا او بيارغاونې ادارې تر رهبرۍ لاندې د ټولو پلي شويو پروژو ستاينه وکړه اوويې ويل ، هر مهال يې چې د خلکو سره ناسته کړې د دغه ادارې د کار څخه يې ورته ډاډ ورکړی.

ده زياته کړه،د خوښۍ ځای دی،چې د يادې ادارې له لوري تېر کال دومره پروژې پلي شوي،چې له امله يې پنځوس زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي .

ده له ټولو مرستندويو او دولتي ادارو غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د پروژو په پلې کولو سره خلکو ته اسانتياوې برابرې کړي چې په دې برخه کې به ولايتي اداره له دوی سره هر ډول همکاري وکړي .

د دايميرداد ولسوالۍ اوسېدونکی امين انصاري پژواک ته وويل چې د تېر کال په ترڅ کې د دوی په ولسوالۍ کې د کليو پراختيا او بيارغونې ادارې له لوري هېڅ پروژه نه ده پلې شوې.

ده زياته کړه، په دې ولسوالۍ کې قومي شورا ګانې هم شتون لري خو هېڅ کومې ادارې ورسره اړېکه نه ده نيولې تر څو د دوی په مرسته په دې ولسوالۍ کې پروژې پلې شي.

خو د نرخ ولسوالۍ يو اوسېدونکى نقيب الله وايي چې په ولسوالۍ کې يې د سړکونو تر څنګ د استنادي دېوالونو پروژې پلې شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.