ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ٤٠٠ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې

په کندهار کې ٤٠٠ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې

author avatar
28 Mar 2015 - 16:23
په کندهار کې ٤٠٠ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې
author avatar
28 Mar 2015 - 16:23

کندهار (پژواک، ٨ ورى ٩٤): په کندهار کې د کوکنار اړولو د کمپاين په لړ کې تر اوسه ٤٠٠ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

د کوکنار اړولو کمپاين چې له نږدې يوې مياشتې راهيسې د کندهار په ژېړۍ او ميوند ولسواليو کې پيل شوى، همدا نن پنجوايي ولسوالۍ ته وغځېد.

په کندهار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ګل محمد شکران د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ژېړۍ پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ دي چې کوکنار په کې کرل شوي، خو په نورو ولسواليو کې د کوکنارو کښت صفر شوى دى.

هغه زياته کړه، له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې د کندهار په ژېړۍ او ميوند کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل کړى چې د نورو ولسواليو په پرتله په کې ډېر کرل شوي دي.

دى وايي، همدا نن يې د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې هم د کوکنار اړولو کمپاين پيل کړ چې پخوا د جګړو ډګر و، خو اوس د دولت تر واک لاندې ده.

د ده په خبره، سږ کال يې د کوکنار اړولو د کمپاين په لړ کې د بېلابېلو ولسواليو په ډېرو داسې سيمو کې د کوکنار کښتونه له منځه وړي چې تېر ١٣ کلونه په کې د نا امنۍ له امله کمپاين ناشونى و.

دى وايي، کمپاين د ملي پوليسو او ملي اردو د ځواکونو له خوا په ګډه په ډېره ښه توګه پر مخ وړل کېږي او تر دې مهاله له کوم ګواښ سره نه دي مخ شوي، په داسې حال کې چې په تېر کې به امنيتي ځواکونو ته د کمپاين پر مهال درانه تلفات اوښتل.

شکران دا هم وويل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت هغوى ته ٢٥٠٠ هکتاره ځمکه هدف ټاکلى چې له کوکنارو به يې پاکوي، خو هغوى تر دې مهاله ٤٠٠ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

نوموړي يادونه وکړه که اړوند وزارت پر وخت امکانات او وسايل ورته برابر کړي، نو کولاى شي د کندهار په څلورو ولسواليو کې ټول کرل شوي کوکنار له منځه يوسي.

د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمې اوسېدونکى لعل محمد چې امنيتي ځواکونو يې همدا نن کوکنار اړولي، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د کوکنارو په کرلو خوشحاله نه يو، خو څه وکړو مجبور يو چې کوکنار و کرو، ځکه د نورو کښتونو لپاره نه کافي اوبه لرو او نه ښه بازار.))

هغه زياته کړه، د کوکنارو په کرلو يې ډېرې پيسې لګولې وې، خو امنيتي ځواکونو يې نن ټوله خواري عبث کړه.

دى وايي، که حکومت له کروندګرو سره د بديل معيشت، اوبو لګولو او بازار موندنې په برخه کې مرستې وکړي، نو خلک به هېڅکله هم کوکنار ونه کري.

خو د ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو مسوولين وايي چې همدا اوس په دغو ولسواليو کې د فوډ زون تر چتر لاندې د اوبو د سم وېش په موخه د خلکو په غوښتنه د ويالو، کانالونو، سربندونو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې روانې دي.

هغوى وايي، د دغو پروګرام د بشپړ پلي کېدو په پايله کې به په راتلونکو کلونو کې په دې ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه راکمه شي.

د ژېړۍ ولسوال حاجي جمال اغا پژواک ته وويل، همدا د فوډ زون پروګرام او دولتي حاکميت د غځېدا اغېز دى چې په دې ولسوالۍ کې د پخوا په پرتله کم کوکنار کرل شوي دي.

هغه زياته کړه، د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د خلکو په غوښتنه د فوډ زون په چوکاټ کې د ويالو، استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړولو کارونه روان دي چې د کوکنارو د کرلو کچه يې کمه کړې ده.

د فوډ زون پروګرام د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پر مختيايي ادارې په ٢٠ ميليونه ډالره لګښت په دوو کلونو کې پلى کېږي چې له کندهار ښار، ډنډ، دامان، ارغنداب څخه پيل شوى خو ډېر تمرکز يې په ژېړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ ولسواليو کې دى چې د نورو په پرتله په کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه ده.

د دغه پروګرام د پلي کېدو اساسي هدف د کوکنارو د کښت مخنيوى او حلال کښت ته د کروندګرو هڅونه ده او څلور بنسټيزې برخې لري چې د کوکنارو د کښت مخنيوى او حلال کښت ته د کروندګرو هڅونه، په مخدره توکو د روږدېدا يا اعتياد مخنيوى، د مخدره توکو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او د قانون تنفيذ په کې شامل دي.

د يادونې ده، څه موده وړاندې د کندهار سرپرست والي ويلي وو چې د نشه يي توکو د کر او قاچاق پر وړاندې مبارزه مسوولانه نه ده او په دې برخه کې اړوند وزارت خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې.

د ده په باور، اړوند وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې په نوم ميليونونه ډالر لګولي، خو نه يې کروندګرو ته د کوکنارو بديل ورکړ او نه يې ولايتي ادارې ته د کوکنارو د کر او قاچاق د مخنيوي په موخه له اړتيا سره سم امکانات ورکړل.

په کندهار کې د نشه يي توکو د کر او اسانه لاسرسي په سبب شاوخوا ١٠٠ زره تنه په نشه يي توکو روږد شوي چې له دې ډلې هر کس د ورځې يو ډالر د نشه يي توکو په رانيولو لګوي چې د ورځې سل زره ډالر کېږي چې د کتونکو په باور لوى ټولنيز زيان دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.