کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٤): اسټراليا د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو په پاىلوبه کې خپل ګاوندي هېواد نيوزيلينډ ته په سترې ماتې ورکولو سره په پنځم ځل نړيواله اتلولي خپله کړه.
د اسټراليا او نيوزيلينډ ترمنځ د يوه ورځني کرکټ د نړيوال جام سياليو پاىلوبه د وري په ٩مه د اسټراليا په ميلبورن ښار کې ترسره شوه چې شاوخوا ٩٠ زره نندارچيان يې نندارې ته ورغلي وو.
د دې لوبې پچه نيوزيلينډ وګټله او لومړى يې په خلپله د توپوهنې پرېکړه وکړه، د نيوزيلينډ لوبډلې لوبډلمشر ميک کولم د لوبې په لومړي اوور کې وسوځېدو چې له امله يې ټوله لوبډله تر پايه پورې تر فشار لاندې راغله.
د نيوزيلنډ ټوله لوبـډله په ٤٥ اورونو کې په ١٨٣ منډو وسوځېده او اسټراليا ته يې د ګټلو لپاره د ١٨٤ منډو هدف ورکړل.
د دوى له لوري يواځې ايليټ (٨٣) او ټېلر (٤٠) منډې جوړې کړې او ښه وځلېدل.
د اسټراليا له لوري جانسن او فولکنر درې درې او سټارک دوه لوبغاړي وسوځول.
د اسټراليا ملي لوبـډله ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٣٣ اورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، لوبه يې وګټله او نړيوال جام اتلولي يې هم خپله کړه.
دغه پنځم ځل دى چې اسټراليا د نړيوال جام اتلولي ترلاسه کوي.
د ا سټراليا له لوري د لوبـډلې مشر مايکل کلارک په زړه پورې لوبه وکړه او ٧٤ منډې يې جوړې کړې، دغه راز سټيو سمېت ٥٦ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د اسټراليا پياوړى توپ اچوونکى جيمز فولکنر د پاى لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو، هغه د نيوزيلينډ درې پياوړي لوبغاړي وسوځول.
د اسټراليا بل تېز توپ اچوونکى لوبغاړى مچل سټارک د نړيوال جام دسياليو غوره توپ اچوونکى لوبغاړ اعلان شو.
د کرکټ د نړيوال جال سيالۍ چې په کې د افغانستان په ګډون د نړۍ ١٤ پياوړو لوبډلو برخه اخيستې وه، د ١٣٩٣ لمريز کال د سلواغې په ٢٥مه پيل شوې وې.
دا لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې وې، په الف ګروپ کې افغانستان، اسټراليا، انګلستان، سريلانکا، نيوزيلينډ ، بنګله دېش او سکاټلينډ او په ب ګروپ کې ، پاکستان، هندوستان، ويسټ انډيز ، سويلي افريقا، زمبابوى ، ايرلينډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.
افغانستان په خپل ګروپ کې له سکاټلينډ څخه لوبه وګټله، خو پنځه نور لوبې يې بايلودې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن