ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

توپان په بغلان کې ١٥٠ کورونه ويجاړ کړي

توپان په بغلان کې ١٥٠ کورونه ويجاړ کړي

author avatar
30 Mar 2015 - 13:28
توپان په بغلان کې ١٥٠ کورونه ويجاړ کړي
author avatar
30 Mar 2015 - 13:28

پلخمري (پژواک، ١٠ ورى ٩٤): د بغلان ولايت د ګذرګاه نور ولسوالۍ په سېلاب کې د زيانمنو ١٥٠ کورونيو خلک د نورو خلکو په کورونو کې ژوند کوي.

په دې ولسوالۍ کې تېر کال په غويي مياشت کې د راوتلو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧٢ تنه مړه او د لسګونو نورو د ژوبلېدو تر څنګ د استوګنې ١٢٠٠ کورونه ويجاړ شول.

وروسته بيا ٦٥٠ کورونه چې چتونه يې وسپنيز پوښونه درلودل، د سېلاب ځپلو لپاره د ناروې د کډوالو پلاوي (اېن ار سي) له خوا ورغول شول او خلکو ته يې ورکړل.

خو ځايي خلک وايي چې دوه شپې وړاندې سخت توپان د١٥٠ استوګنيزو کورونو وسپنيز پوښونه ويجاړ کړي او هغوى يې بې سرپناه کړي دي.

د ګذرګاه نور ولسوالۍ يوه مخور محمد عوض پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه توپان مازديګر پيل او تر نيمې شپې يې دوام درلود.

هغه زياته کړه چې توپان د ځينو کورونو چتونه لاندې غورځولي او د ځينو نورو د سر وسپنيز پوښونه يې زيانمن کړي او شکېدلي دي.

دغه مخور زياته کړه چې زيانمن د نورو په کورونو کې اوسېږي او د کورونو د رغولو غوښتنه کوي.

د خليفه جمعه ګل د کلي يوې اوسېدونکې بې بې ګل وويل: ((زه يوه کونډه يم، دوې لوڼې او دوه زامن لرم، وړم کال مې سېلابونو کار را خراب کړ او اوس توپان يو ځل بيا دا کار وکړ.))

هغه زياته کړه چې د يوې موسسې له خوا جوړ شوي کور کې يې تر يو وخته ګوزاره کوله، خو اوس بې کوره شوې او د ګاونډي په کور کې ژوند کوي.

دې بېوزلې مېرمنې زياته کړه چې که دولت او شتمن مرسته ونه کړي، نو دوى به د تل لپاره بې سرپناه پاتې شي.

د يادې ولسوالۍ ولسوال عبدالخليل رحيمي وويل چې توپان مرګ ژوبله هم له ځان سره لرله او زيانمن شوي د پوليسو او ځايي خلکو له خوا خوندي ځاى ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه چې د بغلان ولايتي چارواکي يې له دې پېښې خبر کړي او تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

خو د بغلان د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر نصير کهزاد وويل چې له اېن ار سي موسسې سره خبرې شوې او هغوى ويلي چې کورونه به له سره ترميم کړي.

هغه زياته کړه چې ګذرګاه نور ولسوالۍ ته يې يو پلاوى هم استولى چې له سروې وروسته به له زيانمنو سره مرسته وشي.

د يادونې ده، ګذرګاه نور ولسوالۍ کې سېلاب ځپلو تېر کال شکايت کاوه چې په ناوړه حالت کې ژوند کوي او ورسره شوې مرستې د ځايي چارواکو جيبونو ته ځي، خو چارواکو د هغوى دا ادعا رد کړې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.