ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبيعي افت د هلمند د غنمو کښتونه زيانمن کړي

طبيعي افت د هلمند د غنمو کښتونه زيانمن کړي

author avatar
30 Mar 2015 - 13:42
طبيعي افت د هلمند د غنمو کښتونه زيانمن کړي
author avatar
30 Mar 2015 - 13:42

لښکرګا (پژواک، ۱۰ وری ۹۴): په هلمند کې ځينې کروندګر وايي چې طبيعي افتونو د غنمو کروندې زيانمنې کړې دي، که حکومت يې د مخنيوي لارې چارې ونه لټوي، نو حاصلات به يې د تېرو کلونو په پرتله ډېر کم وي.

د نادعلي ولسوالۍ د ناقل اباد سيمې اوسېدونکى کروندګر محمد حسين چې د تېرو کلونو په پرتله يې ډېر غنم کرلي وايي، د کروندې ډېره برخه يې د وچېدو په حال کې ده.

د هغه په خبره، که وضعيت همداسې دوام وکړي نو کروندګر به د ګټې پر ځاى زيان وکړي.

هغه وويل چې د ولسوالۍ او د کرنې رياست چارواکي يې له دې ستونزې خبر کړي، خو تر اوسه يې د مخنيوي لپاره هېڅ ګام نه دى پورته کړى.

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى بزګر نوراحمد هم د ورته ستونزې خبره کوي.

نوموړى وايي چې د دوى په سيمو کې د غنمو کروندې له وخته مخکې زېړې شوې او يو ډول مياشې هم په کې ليدل کېږي. “ورځ تر بلې د غنمو خولونه (وږي) وچېږي.”

نوراحمد زياتوي چې د کرنې رياست مامورينو بزګرو ته ځينې لارښوونې کړې تر څو له بازاره درمل واخلي، خو دغو درملو هم مثبت اغېز نه دى کړى.

ده وويل: “يو جريب ځمکه مې د يوه کال لپاره دوه سوه منه غنمو اجاره کړې ده، که کروندې همداسې وي نو فکر نه کوم چې خپل لګښت هم پوره کړي.”

دغه کروندګر د کرنې رياست له چارواکو غوښتنه وکړه چې “بې پروايي ونه کړي.” او د غنمو د کروندو د افتونو د مخنيوي لپاره ژر تر ژره ګام پورته کړي. د ده په خبره کروندګر په دې برخه کې تجربه او پوهاوى نه لري.

د ناوې ولسوالۍ يوه بل کروندګر عبدالشکور وايي چې د غنمو د حاصل فصل نږدې شوى، خو په کروندو کې د غنمو تر نيمايي ډېر وږي بېرته وچېږي.

عبدالشکور وايي چې کرنيز حاصلات د سيمې د خلکو د عايد يواځېنۍ سرچينه ده، “که بې غوري وشي، د خلکو اقتصادي حالت به ډېر خراب شي.”

د هلمند د کرنې رياست د بوټو د ساتنې مرستيال نظرګل وايي چې د غنمو د دغو افتونو يو علت دا دى چې کروندګر په کښتونو کې نوبت نه مراعاتوي. “له دې ډول بېنظمه کرکيلې څخه بيا ځمکه د ناروغيو په مقابل کې خپل مقاومت له لاسه ورکوي.”

نظرګل زياتوي چې کروندګر په خپلسر ځينې تخمونه انتخابوي او دا پر کښتونو ناوړه اغېز کوي.

د ده د معلوماتو له مخې، سږ کال په هلمند کې تر ډېره د (ژېړي او سورخي) په نوم ناروغۍ د غنمو کښتونه خراب کړي دي.

ده وويل چې د کرنې رياست د خپل مسووليت له مخې د ناروغيو علت معلوم کړى او د درملنې په موخه يې د کرنې له وزارت او اړوند ارګانونو سره پر خبرو دي.

دغه راز د هلمند د کرنې رياست د ترويج مدير شاه محمود هم تاييدوي چې په ټولو ولسواليو کې د غنمو په کروندو کې افتونه ليدل شوي او ډېر زيان يې په واشير ولسوالۍ کې اړولى دى.

شاه محمود وايي چې د کرنې رياست په دې برخه کې له وړاندې خپلې هڅې پيل کړې تر څو کښتونو ته د لا زيات زيان مخنيوى وکړي.

د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، سږ کال په هلمند کې په ٩٨ زره هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې دا شمېره تر سل زره هکتارو لوړه وه.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.