ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان مشرانو او ناټو د خوست بريد په کلکه وغانده

افغان مشرانو او ناټو د خوست بريد په کلکه وغانده

author avatar
2 Apr 2015 - 17:41
افغان مشرانو او ناټو د خوست بريد په کلکه وغانده
author avatar
2 Apr 2015 - 17:41

کابل (پژواک، ١٣ ورى ٩٤): ولسمشر، اجرائيه رييس، ملګرو ملتونو ناټو او يو شمېر نورو د خوست هغه ځانمرګى بريد په کلکه وغانده چې په ترڅ کې يې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه ځانمرګى بريد د وري په ١٣مه له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې په خوست ښار کې هغه مهال وشو چې د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو د سرپرست والي عبدالجبار نعيمي پر ضد لاريون ته راوتلي وو.

د ځايي چارواکو په وينا، په دغه بريد کې ١٨ کسان وژل شوي او د ولسي جرګې د غړي همايون همايون په ګډون ٦٤ کسان ټپيان شوي دي.

له ارګ څخه  پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د خوست نننی ترهګريز بريد پر سختو ټکو غندي.

ولسمشر د دغه ناځوانمردانه بريد د غندلو تر څنګ سوله ييز لاريون د خلکو مدني حق بللى او ويلي يې دي چې دغه کار نه بښونکى ستر جنايت دى.

اشرف غني اړوندو مسوولينو ته لارښوونه کړې چې ژر تر ژره د پېښې د ټپيانو د درملنې او زيانمنو وګړو ته د مرستې رسونې لپاره لاس په کار شي.

بلخوا د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم ياد بريد غندلى او ستر جنايت يې بللى دى.

د هغه له دفتره پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريد له افغان مظلوم او بې ګناه ملت سره د افغانستان د دښمنانو دښمني څرګندوي.

د عبدالله په وينا، د افغانستان دښمنان تل هڅه کوي چې بې ګناه او مظلوم افغانان تر بريد لاندې ونيسي. دا ډول بريدونه چې له امله يې افغانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي، د هېڅ ډول توجيې او بښلو وړ نه دي.

اجرائيه رييس د عامې روغتيا وزارت ته لارښوونه کړې چې د ټپيانو په ښه او بېړنۍ درملنه کې هڅې وکړي او د کومو کسانو درملنه چې په خوست کې ممکنه نه وي، کابل ته را ولېږدول شي.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان هم دا بريد په سختو ټکو غندلى دى.

د نوموړي له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې انجنير محمد خان ويلي، چې د هېواد دښمنان دومره بې رحمه شوي، چې د عامو خلکو پر لاريون خونړى بريد کوي، چې د دوى دغه بريد يو نه بښل کېدونکى او ستر جنايت دى.

دغه راز ملګرو ملتونو هم دا بريد غندلى دى.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر يوناما لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې بريدګرو په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کړې او بايد په جزا ورسول شي.

غه راز د کندهار سرپرست والي توريالي ويسا هم دغه بريد غندلى دى.

هغه زياته کړې، د وسله والو مخالفينو دغه ډول اعمال چې هره ورځ افغانان او د افغانانو مشران وژني، نه په دين کې ځاى لري، نه په انسانيت کې.

بلخوا په افغانستان کې د ناټو ماموريت هم ياد بريد غندلى دى.

د غوڅ ملاتړ په نوم د ناټو د نوي ماموريت له دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفينو په دغه نه بښونکي بريد کې ملکي افغانان زيانمن شوي دي.

ناټو د پېښې د غندنې تر څنګ ويلي چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ٧٢ سلنه ملکي تلفات د وسله والو مخالفينو له خوا اوړي.

پاکستان هم ياد بريد غندلى او په کابل کې د دې هېواد د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر غير ملکيانو دغه ډول بريدونه په هېڅ ډول د توجيه وړ نه دي.

سرچينې زياته کړې، پاکستان ترهګري په هره بڼه چې وي، غندي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.