ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي : افغانستان بايد د يمن د موضوع په اړه بې پلوه پاتې شوى واى

شنونکي : افغانستان بايد د يمن د موضوع په اړه بې پلوه پاتې شوى واى

author avatar
2 Apr 2015 - 11:43
شنونکي : افغانستان بايد د يمن د موضوع په اړه بې پلوه پاتې شوى واى
author avatar
2 Apr 2015 - 11:43

کابل (پژواک، ١٣ ورى ٩٤ ) : د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان د يمن پر موضوع د افغانستان د دولت پر دريځ نيوکه کوي او وايي چې پر دې موضوع بايد بې پلوه پاتې شوى واى.

سعودي عربستان د لسو هېوادونو په ملاتړ  پر خپل ګاوڼدي هېواد يمن بريدونه پيل کړي ، چېرې چې حوثي ملېشه وو  د ځايي حکومت ضد وسله وال پاڅون کړى او ګڼ شمېر ښارونه يې نيولي دي.

سعودي عربستان اوس په دې هڅو کې دى چې پر يمن د خپل بريد لپاره د نورو اسلامي هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړي.

د افغانستان حکومت پرون د يمن پر موضوع د سعودي عربستان د ملاتړ اعلان وکړ او په ډاګه يې کړه، چې دوى به له سعودي عربستان او الحرمين الشرفين څخه په هر ډول دفاع کوي.

خو د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان ددولت پر ياد دريځ نيوکه کوي او زياتوي چې حکومت بايد بې پرې توب خپل کړى واى.

د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي چې په يمن کې د سعودي عربستان او  ايران نيابتي جګړه روانه ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې افغانستان بايد له خپلې خاورې له دا ډول يوې مسئلې ځان لرې وساتي او بې طرفي خپله کړي.

ده زياته کړه: ((موږ بايدد يمن د ولس پرېکړې ته درناوى ولرو، چې هغوى څه غواړي، نه د نورو هېوادونو غوښتنو ته.))

ډاکټر ځلاندد افغانستان له حکومته وغوښتل چې د يمن پر موضوع بې طرفه رول ولوبوي

د سياسي چارو  بل کارپوه بشير بېژن هم د دولت پر پرېکړې نيوکه کوي او وايي چې حکومت په تياره  کې روان دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې حکومت تر اوسه په دې نه دى توانېدلى چې د سيمې او نړۍ په اړه خپله بهرنۍ تګلاره جوړه او يا يې هم تعريف کړي.

ده زياته کړه : (( حکومت بايد رسمي بهرنۍ سياسي تګلاره ولري نه دا چې د خپل ذوق له مخې پرېکړې او تګلارې جوړوي.))

د بېژن په وينا، د يمن موضوع ديوه هېواد او ولس موضوع ده، خو د افغانستان حکومت په دې اړه بېړنۍ پرېکړه کړې ده.

نوموړى وايي چې حکومت بايد په دې اړه د سياسي ډلو، مدني ټولنو او د خلکو د استازو نظر او غبرګون اخيستى واى او بيا يې کومه پرېکړه کړې واى.

بشير بېژن هم وايي چې افغانستان بايد د يمن پر موضوع بې پلوه پاتې شوى واى تر څو يې په سيمه کې خپل عزت ، وقار او اړيکې وساتلى شي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار بيا وايي چې د يمن په اړه د حکومت پرېکړه سياسي اړخ لري.

د هغه په باور، د افغانستان حکومت دا پرېکړه خپلو ګټو ته په پام کې نيولو سره نه ده کړې ، بلکې د امريکا د خوښۍ لپاره يې کړې ده.

حقيار وايي چې د سعودي د بريدونو ترشا امريکا ولاړه ده او امريکا هم ددې بريدونو ملاتړ کړى دى.

د نوموړي په وينا، ولسمشر غني ددې پر ځاى چې له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې ښې کړي، له هېواده لرې له سعودي سره يې اړيکې پياوړې کړې دي.

ده زياته کړه: (( ديمن په قضيه کې ا يران دخيل دى او د افغانستان د حکومت دې پرېکړې سره ايران کېداى شي په افغانستان کې مذهبي او قومي ستونزې رامنځته کړي.))

حقيار وايي، د الحرمين الشرفين دفاع پر هر چا واجب ده، خو تر اوسه پر سعودي يا حرمينو چا بريد نه دى کړى، ستونزه دننه په يمن کې روانه ده.

د هغه په وينا، په اصل کې ټوله ستونزه دسلفيت او شيعيت، چې د ايران او سعودي عربستان د اختلافاتو او ستونزو اصلي سرچينه ده، روانه ده.

دى وايي چې امريکا غواړي په عربي نړۍ کې ددايمې ستونزو ساتلو لپاره دا ډول پلانونه پر لاره واچوي.

بله خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي د ملاتړ پرېکړه يې د هېواد د عالمانو د سراسري شورا، روحانيونو، د سياسي او جهادي مشرانو او د ملي امنيت د شورا د غونډې د اتفاق نظر په رڼا کې تر هر اړخيزو مشورو وروسته کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.