ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت بايد د ايران او سعودي په نيابتي جګړه ځان ښکېل نه کړي”

“حکومت بايد د ايران او سعودي په نيابتي جګړه ځان ښکېل نه کړي”

author avatar
3 Apr 2015 - 13:37
“حکومت بايد د ايران او سعودي په نيابتي جګړه ځان ښکېل نه کړي”
author avatar
3 Apr 2015 - 13:37

کابل (پژواک، ١٤ ورى ٩٤): د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالينو شبکه د ملي يووالي له حکومته غواړي چې افغانان د منځني ختيځ په جګړه کې ښکېل نه کړي؛ ځکه دغه کار به افغانستان له يو لوى ناورين سره مخ کړي.

ياده شبکه وروسته له هغه دا ډول څرګندونې کوي چې افغان حکومت وړمه ورځ د يمن پر موضوع د سعودي عربستان د ملاتړ اعلان وکړ او په ډاګه يې کړه چې دوى به له سعودي عربستان او حرمين شريفين څخه په هر ډول دفاع کوي.

سعودي عربستان د لسو هېوادونو په ملاتړ پر خپل ګاوڼدي هېواد يمن بريدونه پيل کړي، چېرې چې حوثي ملېشه وو د ځايي حکومت ضد وسله وال پاڅون کړى او د دغه هېواد پلازمېنه صنعا په ګډون ګڼ شمېر ښارونه يې نيولي او د يمن منتخب ولسمشر يې متواري کړى دى.

سعودي عربستان اوس په دې هڅو کې دى چې پر يمن د خپل بريد لپاره د نورو اسلامي هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړي او دغه منتخب حکومت بېرته واک ته ورسوي.

خو د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالينو شبکه د حکومت پر ياد دريځ نيوکه کوي او زياتوي چې حکومت بايد د سعودي عربستان او يمن تر منځ جګړه کې بې پرېتوب غوره کړي.

د يادې شبکې غړي احسان الله حکمت نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې افغانان په هېواد کې له روانو ناامنيو سخته اندېښنه لري او حکومت بايد افغانان ته نوې اندېښنې پيدا نه کړي.

هغه زياته کړه: "موږ په هېواد کې د يوه خپلواک بنسټ په توګه دا خپل مسووليت بولو چې د افغانانو له ادرسه د حکومت د نا سمو سياستونو په ځانګړې توګه د ملي يووالي د حکومت د بهرني سياست پر وړاندې چې هېواد په مستقيمه توګه د ناورين په لوري کشوي، خبردارى ورکړو چې افغانان په سيمه ييزه جګړه او په ځانګړې توګه په منځني ختيځ کې چې کومه جګړه روانه ده، ښکېل نه کړي؛ ځکه چې هېواد به له لوى ناورين سره مخ شي."

د ده په وينا، افغانستان اوسمهال په هغه حالت کې نه دى چې د سعودي عربستان او يمن تر منځ جګړه کې له يوه لوري ملاتړ اعلان کړي.

دى وايي چې په يمن کې د سعودي عربستان او ايران نيابتي جګړه روانه ده او په دغه شان جګړو کې بايد د افغانستان د ملي يووالي حکومت دريځ بې پرې وي.

حکمت زياته کړه: "خو په خواشينۍ سره چې د افغان حکومت په دې نيابتي جګړه کې د عربستان په لوري درېدل به په افغانستان کې نيابتي جګړې ته نه يواځې زور ورکړي، بلکې په افغانستان کې به د ايران نفوذي عوامل لا هم فعاله کړي او له شک پرته د افغانانو په ګټه نه دى."

په ياده غونډه کې د دې شبکې غړې منيرې يوسف زاده وويل چې له اساسي قانون سره سم په دغه شان مسايلو کې حکومت بايد د ملي شورا په سلا پرېکړه وکړي.

د اساسي قانون په ٦٤مه ماده کې راغلي چې د ملي شورا په تاييد د جګړې او متاركې اعلانول او د ملي شورا په تاييد له افغانستانه بهر ته د وسله والو ځواكونو د ټولګيو لېږل د ولسمشر له واکونو څخه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.