لښکرګاه ( پژواک، ۱۴ وری ۹۴) : په هلمند ولایت کې دیوه ځانمرګي برید له امله یو پولیس وژل شوی او ۶ نور ژوبل دي.
ددې ولایت دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر سمونوال باچا ګل بختیار د وري په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل د موټر په وسیله دا برید نن تر غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ په حیدر اباد سیمه کې شوی و.
هغه زیاته کړه چې په دې برید کې د نظم عامې پولیسو یو سرتیری وژل شوی او ۶ نور ژوبل شوي دي.
د امیر محمد په نامه د سیمې یوه اوسیدونکي پژواک ته وویل چې ځانمرګي بریدګر خپل موټر د پولیسو له پوستې سره جنګولی او چاودنه یې کړې ده.
دی وایي چې بولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو شمیره ورته نه وه معلومه.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې په دې برید کې ۱۴ پولیس وژل شوي او اوه نور ژوبل دي.
د یادونې وړ ده چې وړمه شپه د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان هم په یوه چاودنه کې وژل شوی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن