ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د ديني عالمانو او مدني ټولنې ترمنځ ګډه ناسته دې ترسره شي

عبدالله: د ديني عالمانو او مدني ټولنې ترمنځ ګډه ناسته دې ترسره شي

author avatar
4 Apr 2015 - 19:53
عبدالله: د ديني عالمانو او مدني ټولنې ترمنځ ګډه ناسته دې ترسره شي
author avatar
4 Apr 2015 - 19:53

کابل (پژواک ١٥ ورى ٩٤): په پلازمېنه کابل کې د فرخندې تر وژلو وروسته، اجرايه رييس وړانديز کړى، چې په دې وروستيو کې د ديني عالمانو او مدني ټولنو ترمنځ د رامنځ ته شويو سوء تفاهماتو د لرې کولو لپاره دې د دواړو لورو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شي.

له اجرايه رياست څخه د وري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې، نن په سپېدار ماڼۍ کې د مدني ټولنو له استازو سره په کتنه کې وکړې.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې يادو استازو وويل، چې د فرخندې قضيه بايد په هر اړخيز ډول وڅېړل شي، د دې جنايت ريښې معلومې شي، ځکه د دې پېښې له امله د خلکو روان زيانمن شوی دی.

هغوی ويلي، خلکو او په ځانګړي ډول بايد مېرمنو ته دا ډاډ پيدا شي، چې د چا له لوري پرې تور نه لګول کېږي او بيا په دې ډول وحشت سره نه وژل کېږي.

دوى له اجرايوي رييس غوښتي، ټول هغه کسان، چې په دې مسئله کې ښکېل دي، بايد په عادلانه ډول محاکمه شي. دغه راز د کابل امنيه قوماندان او نور هغه کسان له دندې لرې او محاکمه شي، چې دا جنايت يې توجيه کړی او ملاتړ يې ترې کړى دی.

د مدني ټولنو استازي وايي، د فرخندې په کورنۍ دې فشار کم شي او ترې سياسي ګټه اخيستل دې بند شي.

هغوی زياته کړې، حکومت بايد دا قضيه په جدي او هر اړخيز ډول وڅېړي او مدني ټولنه يې تر شا ولاړه ده.

د مدني ټولنو غړو د ديني عالمانو او مدني ټولنې ترمنځ د سوء تفاهم په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ويلي، دوی په بشپړه توګه ديني ارزښتونو او ديني عالمانو ته احترام لري، هېڅکله يې توهين نه دی کړی او نه به چاته ديني عالمانو ته د سپکاوي اجازه ورکړي، خو هغه کسان چې غواړي دا جنايت توجيه کړي، بايد تر عدلي او قضايي څېړنو لاندې ونيول شي.

دوی دغه راز د جمعې لمانځه په خطبو کې د خطيبانو له لوري د مدني ټولنو پر وړاندې توندو څرګندونو او پر هغوی د نيوکو کولو ته په اشارې له اجرايوي رييس غوښتي، چې دې مسايلو ته د پای ټکی کېږدي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د مدني ټولنو استازو ته ډاډ ورکړ، چې دا مسئله به په هر اړخيز ډول څېړل کېږي او ټول مسايلو ته به رسيدګي کېږي؛ د دې قضيې ټول جرمي او ټولنيز عوامل به وڅېړل شي، چې ولې او څنګه را پېښه شوه او د پېښې عاملين به خپله سزا وويني.

دى وايي: "قدم په قدم به دا مسئله څېړل کېږي؛ پوليسو ولې مخنيوی ونه کړ؟ يا يې د مرستې غوښتنه ونه کړه او که يې وکړه، حوزې او امنيه قوماندانۍ څه وکړل؟ له شک پرته چې کابل امنيه قوماندان په خپله دنده کې پاتې راغلی دی. په دې برخه کې ستاسو له غوښتنې سره همغږی يم. هغه په يونيم ساعت کې ونه شو کولای، چې د دې پېښې مخنيوی وکړي."

د ده په وينا، هېڅوک په هېڅ عنوان او بهانه حق نه لري، چې قاضي شي او صحرايي محکمه جوړه کړي؛ خلک بايد دا ډاډ ترلاسه کړي، چې د دې پېښې عاملين محاکمه کېږي او دا ډول پېښه بايد بيا تکرار نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.