ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه په پشترود کې لا هم جګړه روانه ده

author avatar
4 Apr 2015 - 14:43
author avatar
4 Apr 2015 - 14:43

فراه (پژواک، ١٥ورى ٩٤): چارواکي وايي، د فراه په پشترود ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهيسې په روانه  نښته کې يو ملا امام، پنځه پوليس او څلور وسله وال وژل شوي دي.

د پشترود ولسوال غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې سلګونو وسله والوتېره شپه دوه بجې د دې ولسوالۍ په "مساو او خرابه" کليو کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه چې نن له غرمې وروسته په څه کم دوو بجو يې خبرې کولې، وويل چې اوس هم په ياده سيمه کې نښته روانه ده.

ولسوال وايي د ده د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې يو ملي او  څلور  سيمه ييز  پوليس وژل شوي او څلور سيمه ييز پوليس  ټپيان دي.

د ده په وينا، په نښته کې د مساو کلي امام عبدالسلام هم وژل شوى دى.

د هغه په وينا، په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ورسره نشته، ځکه چې طالبانو په يادو کليو کې د مخابراتي کمپنيو پايې سوځولې او هلته له چا سره اړيکه نه شي ټينګېداى.

خو د فراه د امنيې قوماندانې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې څرګندشي وايي چې په دې نښته کې د وژل شوو څلورو وسله والو مخالفينو مړي د فراه بالابلوک ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.

د پشترود ولسوال وايي چې د ولايت له مرکزه د ملي اردو او ملي پوليس ځواکونه يادې سيمې ته تللي او دا مهال د مساو کلي په شاوخوا سيمو کې له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي.

وسله والو طالبانو هم ويلي چې ياد بريد تر اوسه دوام لري.

طالبان وايي چې په دغه بريد کې له دولتي ځواکونو ٦ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي او د دولتي ځواکونو دوه پوستې هم د هغوى لاسته ورغلې دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.