د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: د ديني عالمانو او مدني ټولنې ترمنځ ګډه ناسته دې ترسره شي

عبدالله: د ديني عالمانو او مدني ټولنې ترمنځ ګډه ناسته دې ترسره شي

Apr 04, 2015 - 19:53

کابل (پژواک ١٥ ورى ٩٤): په پلازمېنه کابل کې د فرخندې تر وژلو وروسته، اجرايه رييس وړانديز کړى، چې په دې وروستيو کې د ديني عالمانو او مدني ټولنو ترمنځ د رامنځ ته شويو سوء تفاهماتو د لرې کولو لپاره دې د دواړو لورو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شي.

له اجرايه رياست څخه د وري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې، نن په سپېدار ماڼۍ کې د مدني ټولنو له استازو سره په کتنه کې وکړې.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې يادو استازو وويل، چې د فرخندې قضيه بايد په هر اړخيز ډول وڅېړل شي، د دې جنايت ريښې معلومې شي، ځکه د دې پېښې له امله د خلکو روان زيانمن شوی دی.

هغوی ويلي، خلکو او په ځانګړي ډول بايد مېرمنو ته دا ډاډ پيدا شي، چې د چا له لوري پرې تور نه لګول کېږي او بيا په دې ډول وحشت سره نه وژل کېږي.

دوى له اجرايوي رييس غوښتي، ټول هغه کسان، چې په دې مسئله کې ښکېل دي، بايد په عادلانه ډول محاکمه شي. دغه راز د کابل امنيه قوماندان او نور هغه کسان له دندې لرې او محاکمه شي، چې دا جنايت يې توجيه کړی او ملاتړ يې ترې کړى دی.

د مدني ټولنو استازي وايي، د فرخندې په کورنۍ دې فشار کم شي او ترې سياسي ګټه اخيستل دې بند شي.

هغوی زياته کړې، حکومت بايد دا قضيه په جدي او هر اړخيز ډول وڅېړي او مدني ټولنه يې تر شا ولاړه ده.

د مدني ټولنو غړو د ديني عالمانو او مدني ټولنې ترمنځ د سوء تفاهم په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ويلي، دوی په بشپړه توګه ديني ارزښتونو او ديني عالمانو ته احترام لري، هېڅکله يې توهين نه دی کړی او نه به چاته ديني عالمانو ته د سپکاوي اجازه ورکړي، خو هغه کسان چې غواړي دا جنايت توجيه کړي، بايد تر عدلي او قضايي څېړنو لاندې ونيول شي.

دوی دغه راز د جمعې لمانځه په خطبو کې د خطيبانو له لوري د مدني ټولنو پر وړاندې توندو څرګندونو او پر هغوی د نيوکو کولو ته په اشارې له اجرايوي رييس غوښتي، چې دې مسايلو ته د پای ټکی کېږدي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د مدني ټولنو استازو ته ډاډ ورکړ، چې دا مسئله به په هر اړخيز ډول څېړل کېږي او ټول مسايلو ته به رسيدګي کېږي؛ د دې قضيې ټول جرمي او ټولنيز عوامل به وڅېړل شي، چې ولې او څنګه را پېښه شوه او د پېښې عاملين به خپله سزا وويني.

دى وايي: "قدم په قدم به دا مسئله څېړل کېږي؛ پوليسو ولې مخنيوی ونه کړ؟ يا يې د مرستې غوښتنه ونه کړه او که يې وکړه، حوزې او امنيه قوماندانۍ څه وکړل؟ له شک پرته چې کابل امنيه قوماندان په خپله دنده کې پاتې راغلی دی. په دې برخه کې ستاسو له غوښتنې سره همغږی يم. هغه په يونيم ساعت کې ونه شو کولای، چې د دې پېښې مخنيوی وکړي."

د ده په وينا، هېڅوک په هېڅ عنوان او بهانه حق نه لري، چې قاضي شي او صحرايي محکمه جوړه کړي؛ خلک بايد دا ډاډ ترلاسه کړي، چې د دې پېښې عاملين محاکمه کېږي او دا ډول پېښه بايد بيا تکرار نه شي.

د نوموړي په خبره، د فرخندې وژل ټول ملت يو پارچه کړ؛ هېڅوک نشته، چې نن له دې جنايت نه ملاتړ وکړي، بلکې ټول د عدالت د ټينګښت او د دې قضيې د څېړلو لپاره يو موټی د حکومت ترڅنګ ولاړ دي.

عبدالله زياتوي، دې پېښې ټول غافلګيره کړل، د ملت وجدان يې زيانمن کړ، خو مهم درسونه يې هم له ځانه سره درلودل چې بايد دې درسونو ته رسيدګي وشي.

نوموړي، له دې پېښې سره په تدبر او تعقل د مدني ټولنې او ديني عالمانو چلن ستايلى او مننه يې ترې وکړه، ځکه په وينا يې، دښمنانو د افغانستان کولای شول له دې فرصته ناوړه ګټه پورته کړي.

اجرايوي رييس د هېواد په ټولو تحولاتو او مهمو پروسو کې د مدني ټولنې له لوري د غږ پورته کول ستايلي او ويلي: "ستاسو له دې ونډې بايد سترګې پټې نه شي."

دى وايي، د فرخندې د وژنې پېښې ټولو ته ټکان ورکړ او ژورو ستونزو ته يې متوجه کړل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ډاکټر عبدالله عبدالله د مدني ټولنو غړو ته وړانديز وکړ، د هغو سوء تفاهماتو د لرې کولو لپاره، چې د ديني عالمانو او مدني ټولنو ترمنځ رامنځته شوي، ښه ده، چې په راتلونکو څو ورځو کې دواړه لوري، ګډه ناسته ولري او په خپل منځ کې شته مسايل سره مخامخ حل کړي، چې د مدني ټولنو غړو ومنله.

فرخنده د تېر کال د کب مياشتې په ٢٨مه، د کابل د شاه دوشمشېره زيات ته څېرمه د يو شمېر کسانو له لوري د قران سوځونې په تور په وهلو ډبولو سره ووژل شوه  او وروسته يې مړى ورسوځاوه، خو د حج او اوقافو وزارت او حقيقت موندونکي کمېسيون د فرخندې له لوري د قرانکريم سوځول رد کړي او هغه يې بېګناه بللې ده.

د کورنيو چارو وزارت وايي، د فرخندې د وژنې په تړاو يې د پوليسو په ګډون ٤٦ کسان نيولي دي.

بايد روښانه شي، چې تر يادې پېښې وروسته، ځينو رسنيو او د ټولنيزو شبکو کاروونکو وويل، چې د کابل ښار د وزير اکبرخان جومات خطيب ډاکټر اياز نيازي د دې پېښې په لومړيو کې، د فرخندې له وژنې د ملاتړ ترڅنګ، ګواښ کړى و، که دولت د دې پېښې د عاملانو پر نيولو اقدام وکړي، خلک ښايي پاڅون وکړي.

خو نيازي له دې څرګندونو وروسته په ډاګه کړه، چې د يادې پېښې په تړاو د ده له خبرو ناسم تعبير شوى او نوموړى، ياد جنايت غندي.

له همدې پېښې يوه اونۍ وروسته (د وري شپږمه)، د افغانستان د علماوو د همغږۍ ټولنې له لوري په هغه سيمه کې، چې فرخنده وژل شوې وه، غونډه وکړه او په کې يې د فرخندې وژل وغندل او د عاملينو د مجازات کولو غوښتنه يې وکړه.

دوى د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره وويل، چې ديني عالمان به د مدني ټولنو د هغو افراطي فعالينو پر وړاندې، چې د اختلاف، نفاق، فحشا او بي حيايۍ لامل ګرځي، د خپل رسالت په توګه چلند وکړي او له منځه به يې يوسي.

 

 

نښه: 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement