کابل (پژواک، ١٥ وری۹۴): په کابل کې د لوبه کرکټ کلب ( اېل سي سي) له لوري د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د اتو پياوړو لوبډلو تر منځ د کرکټ ميليون جام سيالۍ پيلېږي.
د دغو سياليو مطبوعاتي مسوول محمد واصل وصال د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ (د وري ٢١مه) د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيلېږي .
هغه زياته کړه چې په دغو سياليو کې د هېواد د مرکز او بېلابېلو زونونو اته لوبډلې برخه اخلي او اته ورځې به دوام وکړي.
دى وايي چې د ميليون جام سيالۍ به د شمشاد تلوېزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
وصال وويل چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې او ١٩ کلنو ډېرى لوبغاړي په دغو سياليو کې برخه اخلي او په بېلابېلو لوبډلو کې وېشل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د ننګرهار غازيانو لوبډله د کريم خان صادق، د اېن اېف سي ټايګر لوبـډله د حميدحسن، د پکتيا مشران د نوروز منګل، د داوي اتلان د محمدنبي عيسی خېل، د ايرو بازان د مېرويس اشرف، د کندهار شاهان د ناصر جمال، د افغان رنجرز د صميم سلطاني او المصافي ټايګرز لوبډله د نورالحق ملکزي په مشرۍ لوبه کوي.
دى وايي چې دا لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي او د پاىلوبې په ګډون به د دغو سياليو پر مهال ١٥ لوبې ترسره شي.
د لوبه کرکټ کلب مسوول زراب شاه ظهير وايي چې دوى درې کاله مخکې د ميليون جام سيالۍ پيل کړې دي او تر اوسه په برياليتوب روان دي.
هغه زياتوي چې تر دې مخکې لومړى پړاو سيالۍ د کابل په زرملوال خصوصي لوبغالي، دويم يې د کابل په نړيوال لوبغالي او درېيم يې هم دا دى د کابل په نړيوال لوبغالي کې پيلېږي.
نوموړی ډاډ ورکوي چې د سياليو ترسره کېدو پر مهال په ټولو برخو کې پوره تدابير نيول شوي او هڅه کوي چې د ميليون جام سياليو درېيم پړاو هم په ښه توګه ترسره شي.
ظهير د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې د دغو سياليو په ترسره کولو کې يې ورسره تخنيکي مرستې کوي.
د هغه په وينا، د کرکټ بورډ ورته نړيوال لوبغالى په واک کې ورکړى، لوبڅاران او د لوبې نور تخنيکي کسان يې ورته ګومارلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن