ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې درې ورځنى ماتم اعلان شوى

په خوست کې درې ورځنى ماتم اعلان شوى

author avatar
5 Apr 2015 - 15:55
په خوست کې درې ورځنى ماتم اعلان شوى
author avatar
5 Apr 2015 - 15:55

خوست ښار ( پژواک، ١٦ ورى ٩٤ ) : په خوست کې د تېرې اوونۍ د ځانمرګي بريد په پايله کې قرباني شويو کسانو او د هغوی کورنيو ته د درناوي په خاطر  په دغه ولايت کې درې ورځنی ماتم پيل شو.

د خوست ښار دوکاندرانو او سوداګرو تېره ورځ په يوه غونډه کې پرېکړه کړې، چې د وري په ١٦مه، به د  ورځې تر اخره ټول ښار تړلی وي او خلک د ښار په مرکزي جومات کې د فاتحې په مراسمو کې ګډون کوي.

د صنفي اتحاديې مرستيال ظريف جانباز پژواک اژانس ته وويل، چې تر درې ورځو پورې به پر دوکانونو او مارکېټونو د رخت تورې ټوټې ځړول شوې وي او دغه راز ځينو سيمه ييزو رسنيو د ټنګ ټکور پروګرامونه ځنډولي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره د مرستې په خاطر يو بانکي حساب هم پرانيستل شوی، چې د هېواد دننه او دباندې خلک د خپل وس مرسته ورسره وکړي.))

د خوست ښار يو تن سوداګر انعام رحماني پژواک اژانس ته وويل، چې پر بانکي حساب سربېره به په مرکز او ولسواليو کې له خلکو څخه مرسته راټوله او د قرباني شويو کسانو پر کورنيو به ووېشل شي.

رحماني له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې له خوستوالو سره په دې غميزه کې ځانونه شريک کړي او له زيانمنو شويو کورنيو سره د خپل وس برابر مرسته وکړي.

په همدې حال کې د تېرې پنجشنبې ورځې په ځانمرګي بريد کې د زيانمنو شويو کورنۍ له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د يادې پېښې عاملين ونيسي او په علني ډول سخته سزا ورکړي.

د خوست ښار لوېديځ ته د غړمبي د سيمې اوسېدونکي ادم خان، چې په ياده پېښه کې يې خپل مشر ورور له لاسه ورکړی، ټينګ هوډ څرګند کړ، چې د خپل ورور د مبارزې لاره به تعقيبوي.

هغه پژواک اژانس ته زياته کړه: ((موږ له دولته جدي غوښتنه کوو، چې د دې پېښې ټول عاملين د قانون له مخې په سزا ورسوي، ترڅو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخنيوی وشي.))

د دې ترڅنګ نن له کابل څخه يو پلاوی هم خوست ته تللی، چې د والي پرضد د روانو اعتراضونو او لانجو د هواري لپاره له قومي مشرانو سره په ګډه پر يوه طرحه کار وکړي او بيا يې ولسمشر ته وړاندې کړي.

په دې پلاوي کې اکرم خپلواک، پخوانی والي انجنير دلبرجان ارمان، د پوهنتونونو د استادانو د اتحاديې رييس استاد تاج محمد اکبر، قومي مشر علي احمد خان خوستی او ځينې نور کسان شامل دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د خوست ښار په ختيځه څنډه کې د والي پرضد په يوه لاريون کې د ځانمرګي بريد په پايله کې لږ تر لږه ۲۲ لاريون کوونکي ووژل شول او ۶۲ تنه نور ټپيان شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.