ښرنه (پژواک ١٧ ورى ٩٤): د پکتيکا چارواکي وايي، په برمل ولسوالۍ کې د حقاني شبکې يو مشهور قوماندان وژل شوى او په اورګون کې د هاوان مرمۍ يو تن وژلى او څلور ټپيان کړي دي.
د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد شوى قوماندان چې ملا رمضان نومېده، نن د برمل ولسوالۍ د ملکي شاهي په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوى دى.
ده زياته کړه، نوموړى قوماندان له تېرو اتو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د دولت پر ضد کړنو کې مستقيم لاس درلود.
د هغه په وينا، له هغه څخه يوه کلاشينکوف او دوه لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ د پيرکوتي په سيمه کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله، يو تن وژل شوى او څلور ټپيان شوي دي.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي رحمت الله، پژواک ته وويل: ((وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته له لرې بريد وکړ، چې سيمه ييزو پوليسو د کرکټ په لوبغالي کې پر عامو خلکو ډزې وکړې، چې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون څلور تنه ټپيان شوي او يو بل وژل شوی دی.))
هغه له دولت څخه د دې پېښې د څېړنې او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.
د پکتيکا د امنيت امر او سرپرست امنيه قوماندان نثار احمد عبدالرحيمزي، پژواک ته وويل چې د دوی لومړني معلومات ښيي، چې ياده پېښه د کرکټ په لوبغالي کې نه، بلکې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله را منځته شوې ده.
هغه زياتوي، وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړی او د طالبانو د هاوان يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.
د ده په وينا، د پېښې د لا ښې څېړنې په موخه يې سيمې ته پلاوی لېږلی، ترڅو يې په اړه کره معلومات ترلاسه شي.
وسله والو طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن