کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٤): د حکومت اجرايي مشر وايي چې د يمن او سعودي عربستان د موضوع په اړه د افغانستان دريځ د ملي امنيت شورا او د جهادي او سياسي مشرانو له غونډو وروسته نيول شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا د يادې موضوع په اړه د افغانستان د دريځ پر سر د ارګ او اجرايي رياست تر منځ د اختلافاتو راپورونه خپاره شوي وو.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي عمليات له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په يمن کې په حوثي وسله والو روان دي او د سعودي د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل د سه شنبې په ورځ وويل، تر څو چې د يمن مشروع حکومت ته بېرته واک نه وي سپارل شوى، دا عمليات به همداسې روان وي.
د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي چې د خپل حکومت پرځېدل نه مني، اوسمهال په رياض کې د سعودي عربستان د حکومت مېلمه دى.
د يمن د بهرنيو چارو وزير هم د پياوړو ځمکنيو عملياتو د ترسره کولو غوښتنه کړې، څو حوثي ياغيان له هغو سيمو وشړل شي چې له سپټمبر مياشتې راهيسې يې نيولي دي.
افغان دولت د وري په ١٢مه د سيمې د روان وضعيت په اړه يوه اعلاميه خپره کړه چې په کې راغلي دي: ((د افغانستان دولت او خلک له سعودي عربستان سره ژورې تاريخي او دينې اړيکې لري، د حرمين الشريفين له سپېڅلې خاورې دفاع د هر مسلمان دنده بولي، له همدې امله ورڅخه د دفاع په موخه د هر ډول ګواښ د پېښېدو په صورت کې په خپل ټول توان د سعودي عربستان د دولت او خلکو تر څنګ درېږي.))
په اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې افغان دولت په يمن کې ولسواکۍ اصل او د قانوني نظام پر مشروعيت باور لري او له قانوني حکومت څخه ملاتړ کوي، افغانستان د دې ستونزې د سوله ييز حل پلوى دى، له ټولو اسلامي هېوادونو او مشرانو څخه يې غواړي چې د اسلامي هېوادونو کنفرانس سازمان او ملګرو ملتونو په مرسته په دې برخه کې هڅه وکړي.
د حکومت اجراييه مشر عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا په ناسته کې وويل: ((دا دريځ څرګند او روښانه دى، حرمين شريفين ته ګواښ ټول مسلمانان د ځان لپاره ګواښ ګڼي او د ګواښ په صورت کې ټول ځان د دفاع لپاره مکلف بولي.))
هغه وويل: ((موږ د حکومت دوام او تداوم ته قايل يو، په همدې سبب د يمن رسمي حکومت په رسميت پېژندل شوى، د نړيوالې ټولنې او افغانستان له اړخه هم په همدې ليکه کې راځي.))
نوموړي همدرانګه ويلي چې افغانستان د يوه جګړه ځپلي هېواد په توګه د نړيوالو موسسو، اسلامي هېوادونو سازمان او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د خبرو له لارې پر سوله ييز حل ټينګار کوي او په دې برخه کې عمومي هوکړه شته ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن