ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلابونو بادغېس کې زيانونه اړولي

سېلابونو بادغېس کې زيانونه اړولي

author avatar
6 Apr 2015 - 11:05
سېلابونو بادغېس کې زيانونه اړولي
author avatar
6 Apr 2015 - 11:05

قلعه نو (پژواک،١٧ ورى ٩٤): د بادغيس ولايت په مرکز او مقر ولسوالۍ کې سېلابونو زيانونه اړولي او له امله يې د قلعه نو- هرات لويه لار هم تړل شوې ده.

د بادغيس والي د دفتر رييس شرف الدين مجيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت د مرکز اړوند په لامان، کندلم او ملمنګي او د مقر ولسوالۍ په توره شېخ، خارستان، توتک او سمبوتک سيمو کې سېلابونو زيانونه اړولي دي.

دى وايي چې تر اوسه په يادو سيمو کې د زيانونو په اړه کره معلومات نه دي ورته رسېدلي، خو لومړني معلومات ښيي چې سېلابونو د لامان په سيمه کې د قلعه نو- هرات لويه لار تخريب کړې او هلته يې درې پولګوټي نړولي دي.

دى وايي چې له همدې امله د تېرې شپې له شاوخوا ١٢ بجو تر اوسه دغه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د بادغيس دفوايد عامې رياست مشره انجنير مليحه وايي چې د دې لارې د پرانيستو لپاره کار پيل شوى او کېداى شي نن تر مازديګر او يا هم سبا پرانيستل شي.

دغه راز مجيدي وايي چې د مقر په توره شېخ سيمه کې د سېلابونو له امله يو تن مړ شوى او په يادو سيمو کې يو شمېر کورونه نړېدلي او کرنيزې ځمکې زيانمنې شوې دي.

هغه وايي چې په دې اړه نور جزئيات به وروسته له هغه د رسنيو په واک کې ورکړي چې يادو سيمو ته له تللو پلاوو څخه کره راپور ترلاسه کړي.

په دغه ولايت کې له پېښو سره د مبارزې مشر مصعب حامدي هم د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې سېلابونو مالي زيانونه اړولي، خو زياتوي چې تر اوسه يې په توره شېخ سيمه کې د يو تن د مړه کېدو په اړه راپور نه دى ترلاسه کړى.

دى زياتوي، دمګړۍ په يادو پېښو کې تلفات نشته، خو د دوى د ارزونې ټيمونه لګيا دي، چې په دې اړه کره معلومات راټول کړي.

په بادغيس کې د پژواک خبريال وايي، په لامان سيمه کې پنځوسو سېلاب ځپلو کورنيو سره د بېړنيو حالاتو کمېټې له لوري د خېمو، پټوګانو، غنمو او غوړيو مرسته وشوه.

ياده مرسته د لويې لارې د بنديدو له امله د خرو په واسطه سيمې ته لېږدول شوې ده.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.