کابل(پژواک، ١٧ ورى ٩٤): دحکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله وايي چې نوي وزيران د خپلو صلاحيتونو په چوکاټ کې د افرادو په مقررۍ او همدارنګه مالي او اداري اجرا اتو کې د ولسمشر فرمان ته اړتيا نه لري.
تر دې وړاندې ولسمشر غني د يوه فرمان په ترڅ کې ويلي وو چې ټول وزارتونه او خپلواکې ادارې د وزيرانو او خپلواکو ادارو د رييسانو تر ټاکلو پورې د خپلو کارکوونکو د مقررۍ او لرې کولو هېڅ واک نه لري.
خو ډاکټر عبدالله نن د وزيرانو شورا په ناسته کې وويل چې تېره اوونۍ د کانونو وزير يادونه وکړه چې د نوو وزيرانو واکونه د مقرريو په برخه کې د ولسمشر له فرمان په ځانګړي ډول له سرپرستيو څخه اغېزمن شوي او په دې برخه کې اجرا ات نه کېږي.
خو د حکومت اجرايي مشر زياته کړه نوي وزيران چې له ولسي جرګې څخه د باور رايه واخلي، نو په ډاډ سره به د خپل صلاحيت په چوکاټ کې له ټولو واکونو څخه برخمن وي.
هغه زياته کړه:((دا موضوع مې له ولسمشر سره مطرح کړې، که چېرته د تازه حکم اړتيا وه، حکم به ورکړل شي که نه له دې پرته تازه حکم ته اړتيا نه ليدل کېږي، بلکې ټولې نوې ادارې بايد د خپل قانوني صلاحيت له مخې د افرادو د مقررۍ او اداري يا مالي حسابونو په برخه کې اجرا ات وکړي.))
د حکومت اجرايي مشر وويل، له شک پرته چې دا کار د چارو په تر سره کولو کې د ځنډ او ستونزې سبب شوى، خو هيله ده چې پاتې نوماند وزيران هم د باور رايه واخلي، څو شته ستونزې حل شي.
د ويلو ده چې د ملي شورا له ژمنۍ رخصتۍ وړاندې اتو نوماند وزيرانو او د ملي امنيت عمومي رييس له ولسي جرګې د باور رايې اخيستې دي.
پاتې ١٦ نوماند وزيران هم تېره اوونۍ ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستلو لپاره ور وپېژندل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن