هرات ښار ( پژواک، ١٧ ورى ٩٤ ) : د هرات ولايت پوليس وايي چې ديوې پېغلې نجلۍ جسد يې په يوه څاه کې موندلى دى.
ددغه ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د وري په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغې پېغلې ٢١ کاله عمر درلود او شپږ مياشتې مخکې په هرات ښار کې وژل شوې او بيا يې جسد څاه کې اچول شوى و.
د نوموړي په وينا، پوليسو تر پلټنو او څېړنو وروسته د نوموړې جسد تېره شپه موندلى دى.
احمدي وايي چې په قتل کې درېيو تنو لاس درلود، چې يو تن يې د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
د هرات د حوزوي روغتون رييس ملک پيغام پژواک اژانس ته وويل چې ياد جسد دوى ته راوړل شوى، خو دومره خراب شوى چې د پېژندو وړ نه دى.
د نوموړې په وينا، د عدلي طب له خوا ددغه جسد په اړه پلټنې پيل شوې دي.
يوې بلې سرچينې ويلي، چې ياده نجلۍ د زده کړو د يوه مرکز د مسوول له خوا تر جنسي تېري وروسته وژل شوې او جسد يې په څاه کې اچول شوى دى.
خو رسمي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن