کابل(پژواک، ١٧ ورى ٩٤): د کابل امنيه قوماندانۍ د څلورو وسله والو مخالفينو، له چاودېدونکو توکو ډک موټر، الکولي مشروباتو او لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکو سره د ٢١٦ کسانو د نيولو خبر ورکړ.
د کابل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي وايي چې دغه څلور تنه تېره شپه له چاودېدونکو توکو ډک سراچه موټر سره چې غوښتل يې په کابل ښار کې بريد وکړي، د پوليسو له خوا د کابل په ختيځ کې نيول شوي دي.
امنيه قوماندان وايي ، ٢١٢ نور شکمن کسان چې په څه باندې سلو جرمي قضيو کې ښکېل دي، په تېرو دوو اوونيو کې د کابل ښار له بېلابېلو ساحو څخه نيول شوي دي.
هغه وويل چې له دې ډلې شکمنو څخه ٣٠ تنه د وژنې او ژوبلونې، ٦٦ د موټرو او کورونو څخه د غلاوو، ٤٢ يې د لوټمار، ٤٢ د ١١ کيلو هيرويينو، ٦٥ کيلو چرسو او ٤٥٠ بوتله الکولي مشروباتو د قاچاق په تور نيولي دي.
هغه په ډاګه کړه چې پاتې نورو جنايي جرمونه درلودل.
هغه وويل چې د دوى له ډلې د يو شمېر نيول شوو لومړنۍ پاڼې عدلي او قضايي ادارو ته لېږل شوې او د ځينو نورو په پاڼو کار روان دى.
د کابل امنيه قوماندان وويل چې پوليسو په ښار کې د نجونو او ښځو ١٨٠ ځورونکي هم نيولي او له اړين نصحيت وروسته يې د ګذر د وکيلانو او جوماتونو د خطيبانو پر وړاندې د کورنيو مشرانو ته سپارلي دي.
هغه څرګنده کړه چې ددې کوڅه ډبو تر څنګ يې يو شمېر هغه کسان هم نيولي چې د پوليسو تر تعقيب لاندې وو .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن