کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): د ملي امنيت رياست هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې وسله والو په زابل کې له تښتول شوو٣١ مسافرو يو تن وژلى دى.
له تېرې ورځې راهيسې په ځينو رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د يوې ويډيو په اړه راپورونه خپاره شوي چې د ازبکستان اسلامي تحريک وسله والو په زابل کې له تښتول شوو ٣١ هېوادوالو يو يې وژلى دى.
په دې ويډيو کې دوه مخ پـټي وسله وال ولاړ دي او په منځ کې يې يو په ګونډو کړى او تر يو څه څرګندونو وروسته يې وژني.
خو په کابل کې د ملي ارمنيت لوى رياست له خوا د وري په ١٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده ويډيو کې وژل شوى د ملي اردو سرتېرى دى.
سرچينې زياته کړې چې دغه ويډيو او وژل شوى تن په زابل کې له تښتول شوو ٣١ کسانو سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((د ملي امنيت لوی رياست د دغه غير اسلامي او غير انساني جنايت په اړه څېړنې پيل کړې څو دغه مجرمين وپېژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري.))
يوه ډله وسله والو تېره مياشت د کابل – کندهار پر لويه لار د زابل ولايت په مربوطاتو کې ٣١ هېوادوالو د سپرليو له موټره ښکته کړي او له ځان سره يې وړي خو تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن