ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قلعه نو- هرات لاره پرانیستل شوه

د قلعه نو- هرات لاره پرانیستل شوه

author avatar
7 Apr 2015 - 16:18
د قلعه نو- هرات لاره پرانیستل شوه
author avatar
7 Apr 2015 - 16:18

قلعه نو (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): د بادغيس ولايت د مرکز اړوند په لامان سيمه کې د سېلابونو له امله د قلعه نو- هرات تړل شوې لاره، د ترافيکو پر مخ پرانیستل شوه.

وړمه شپه د بادغيس ولايت په مرکز او مقر ولسوالۍ کې سېلابونو د نورو زيانونو تر څنګ د لامان په سيمه کې د قلعه نو- هرات لويه لار تخريب کړه او هلته يې درې پولګوټي هم ونړول.

له همدې امله دغه لار وړمه شپه شاوخوا ١٢ بجې د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.

خو د بادغیس د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمدقيوم انګار نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د خلکو په مرسته د تخريب شوي سړک تر څنګ د موټرو د تګ راتګ لپاره فرعي لاره جوړه کړه او نن غرمه موټرو پرې تګ راتګ پيل کړ.

د بادغيس د فوايد عامې رياست مشرې انجنير مليحې تېره ورځ ويلي وو چې د دې لارې د پرانيستو لپاره د دغه رياست کسانو کار پيل کړى دى.

تېره ورځ په لامان سيمه کې پنځوسو سېلاب ځپلو کورنيو سره د بېړنيو حالاتو کمېټې له لوري د خېمو، پټوګانو، غنمو او غوړيو مرسته وشوه.

د مرستې دغه توکي د يادې لارې د بندېدو له امله د خرو په واسطه سيمې ته لېږدول شوي و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.