کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): درې نوماند وزيران به سبا او درې نور به د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته خپل کاري پلانونه تشريح کړي.
د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان وايي، دې جرګې ته د معرفي شوو ١٦ نوماند وزيرانو له ډلې د شپږو اسناد د جرګې د ديني، فرهنګي، معارف او لوړو زده کړو کمېسيون له خوا څېړل شوي او د پاتې نورو تر څېړنې لاندې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د جرګې د رييسانو کمېټې تېره ورځ پرېکړه وکړه چې له يادو شپږو کسانو به د عدليې وزارت ته نوماند ډاکټر عبدالبصير انور، د ښار جوړونې چارو وزارت ته نوماند سيد سعادت منصور نادري او د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت ته نوماند محمد ګلاب منګل به سبا (چهار شنبې) جرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړي.
دغه راز عرفان وايي چې د لوړو زده کړو وزارت ته نومانده ډاکټره فريده مومند؛ د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته نومانده ډاکټره مېرمن نسرين اورياخېل او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ته نومانده پوهندوی مېرمن سلامت عظيمي به راتلونکې شنبې جرګې ته خپل پلانونه تشريح کړي.
ولسمشر محمداشرف غني د وري په دويمه ۱۶ نوي نوماند وزيران اعلان کړل او دويم مرستيال يې دغه کسان د وري په ١٢مه د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته معرفي کړل.
عرفان وايي چې له دې ډلې د پاتې لسو نوماند وزيرانو اسناد تر څېړنې لاندې دي.
همايون رسا د سوداګرۍ او صنايعو، عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ، اسدالله ضمير د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، انجنير محمود بليغ د فوايد عامې، عبدالستار مراد د اقتصاد، ډاکټر محمدالله بتاش د ترانسپورټ او هوايي چلند، اسدالله حنيف بلخي د پوهنې، پوهنيار عبدالرزاق وحيدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، مېرمن دلبر نظري د ښځو چارو او علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزارتونو ته نوماند شوي ياد لس تنه دي.
ولسمشر د ملي دفاع وزارت لپاره افضل لودين نوماند کړى، خو تر اوسه ولسي جرګې ته نه دى معرفي شوى.
نوي حکومت چې د روان کال د تلې مياشتې په لومړيو کې يې کار پيل کړى، يو ځل د مرغومي په ٢٢مه ٢٥ نوماند وزيران او د ملي امنيت او مرکزي بانک نوماند مشران ولسي جرګې ته د باور رايې د ترلاسه کولو په موخه ور وپېژندل.
خو له دې ډلې يواځې د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، کليو پراختيا، ماليې، حج ارشاد او اوقافو، کانونو، عامې روغتيا او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو کانديد وزيرانو او د ملي امنيت کانديد له جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.
پاتې نورې ادارې تر اوسه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن