ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ  کې ١١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې ١١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
7 Apr 2015 - 12:10
کونړ  کې ١١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
7 Apr 2015 - 12:10

اسعداباد (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): په کونړ کې د ځنګله پر سر شخړه او يوه بريد کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت له خوا د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو تېر ماخوستن د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر يوه موټر ډزې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک ته وويل چې د ملکي وګړو دغه موټر د ولايت له مرکز اسعداباد ښار څخه جلال اباد ته پر لاره و چې د نرنګ ولسوالۍ د ډاګ په سيمه کې پرې وسله والو بريد کړى دى.

د هغه په وينا، په وژل شوو کسانو کې يوه ښځه هم شامله ده.

د نوموړي په وينا، پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.

سيدخېل دغه راز وويل چې پرون د دغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د ځنګله پر سر د دوو ډلو تر منځ نښته شوې ده.

د هغه په  وينا، په دې نښته کې درې تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

دى وايي چې اوس په سيمه کې کراري ده او پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.