ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بشر حقونو د ټينګښت لپاره د حکومت کړنې بسنه نه کوي”

“د بشر حقونو د ټينګښت لپاره د حکومت کړنې بسنه نه کوي”

author avatar
8 Apr 2015 - 20:13
“د بشر حقونو د ټينګښت لپاره د حکومت کړنې بسنه نه کوي”
author avatar
8 Apr 2015 - 20:13

کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٤): ډاکټر عبدالله وايي، په تېرو څو مياشتو کې د بشر حقونو د ساتلو په برخه کې د حکومت کړنې کافي نه دي او په دې برخه کې شته فرصتونه له لاسه وتلي دي.

نوموړي په ملي کنفرانس کې چې نن د "افغانستان کې د بشر حقونو راتلونکى" تر نوم لاندې په کابل کې تر سره شوه، له بشر حقونو څخه دفاع د حکومت له لومړيتوبونو وبلله او په پلي کولو يې ټينګار وکړه او زياته يې کړه: "د افغانانو حق تلف کولو هېڅ مورد د منلو نه دى."

نوموړي زياته کړه، په تېرو اوو مياشتو کې د حکومت له کړنو خوښ نه دى، ځکه په دغه موده کې د بشر حقونو په برخه کې شته فرصتونه له لاسه وتلي او په دغه برخه کې بې پروايي هم شوې ده.

نوموړي وويل، که چېرې له بشر حقونو سليقوي، سياسي او توجيهي ګټه پورته نه شي او له انساني کرامت څخه د دفاع په موخه کار وشي، نو ډېر هرکلى به ورته شي.

هغه زياته کړه: "اجرايي رياست کوم خيالي، تشريفاتي، د کوم چا له لوري ډالۍ، د يوه قشر او ډلې په استازيتوب يوه دنده نه ده، بلکې د ملي يووالي د حکومت د پست په توګه له ټولو مسايلو او ډګرونو سره چې حکومت پورې اړوند دي، منل شوى دى."

اجرايي مشر څرګنده کړه، د ملي يووالي حکومت د تر سره شويو ټاکنو په پايله کې او په دې موخه چې له دې بله کومه غوره لار نه تر سترګو کېده، رامنځته شو.

هغه وويل: "د ملي يووالي په حکومت کې موږ د خپلې خبرې، اواز او ځاى لرو او له دغه مقام څخه د افغانانو د عزت، حق، کرامت او ارمانونو په موخه ګټه پورته کوو او موږ ته د هېوادوالو چې ټاکنو ته تللي او رايه يې ورکړې، د حق د تلف کېدو کوم مورد د تحمل وړ نه دى."

د حکومت اجرايي مشر په دغه غونډه کې، چې په ملي شورا کې د خلکو استازو، د جګړو د قربانيانو استازو، د بشر حقونو فعالانو او د مدني ټولنې بنسټونو غړو په کې شتون درلود، زياته کړه: "په هغو ژمنو چې د کمپاينونو پر مهال او له هغه وروسته مو د خلکو او نړيوالو ټولنې په حضور کې د بشر حقونو په اړه کړې، عمل کوو؛ زموږ ژمنه رښتونې ژمنه ده او زموږ په رګونو او وينه کې جاري ده او زموږ يواځينى ارمان دى."

ډاکټر عبدالله د بشر حقونو په ټينګښت کې د عالمانو، مدني ټولنې او رسنيو رول مهم وباله او زياته يې کړه، چې افغانستان د بشر حقونو له تحقق او د عدالت له ټينګښت پرته سولې ته نه شي رسېدلى.

هغه څرګنده کړه، چې د افغانانو لاسته راوړنې د يوه ملت د قهرمانۍ لاسته راوړنې دي، ډالۍ نه ده ورکړل شوې او کوم خوب او خيال نه دى.

د افغانستان د بشر حقونو کميسيون مشرې سيما سمر، د ښځو، ماشومانو، معلولينو، شکنجو، ملکي مرګ ژوبلې، کورنيو بې ځايه شويو، د سولې په خبرو اترو کې د روڼتيا پر نه شتون، د معافيت فرهنګ پر دوام او هېواد کې پر ټولنيز عدالت اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې په افغانستان کې د بشر حقونه له ګواښ سره مخامخ دي او دولت بايد په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

هغې په دغې ناسته کې چې لوړپوړيو دولتي چارواکو، د کابينې غړو او د بښنې نړيوال سازمان غړو په کې ګډون درلود، زياته کړه چې د طالبانو د حکومت له ماتې وروسته د فرخندې د قتل موضوع او د ٣١ مسافرو د برمته کولو موضوع، ډېره د اندېښنې وړ ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.