ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د تڼيو ولسوال زنداني شو

د خوست د تڼيو ولسوال زنداني شو

author avatar
8 Apr 2015 - 15:57
د خوست د تڼيو ولسوال زنداني شو
author avatar
8 Apr 2015 - 15:57

خوست ښار (پژواک، ١٩ ورى ٩٤): د خوست استيناف څارنوالي وايي چې د دغه ولايت د تڼيو ولسوال يې له خپل موقفه د ناوړې ګټې اخيستنې په تور نيولی او د څېړنو لپاره يې زندان ته لېږلی دی.

د استيناف څارنوال محمد شعيب ثابت د وري په ١٩مه له غرمې وروسته دوه بجې په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې ولسوال جاوېد جوشان په يوه حقوقي قضيه کې پر خپل سر پرېکړه کړې ده.

نوموړي وويل، جوشان په تڼيو ولسوالۍ کې د څلور جريبه ځمکې پر سر رامنځته شوې لانجه پرته له دې چې له درې ګونو محکمو تېره شي، له يوه کس څخه اخيستې او بل ته يې ورکړې ده.

ثابت زياته کړه، د دې لپاره چې له ستونزې ځان خلاص کړي، همدغه ځمکه يې بيا له دويم کس څخه بېرته لومړي کس ته سپارلې چې په دغه حالت کې د دواړو خواوو تر منځ وسله واله شخړې شوې دي.

نوموړي وويل: ((په دې شخړه کې يوې خوا ته يو کس ټپي شوی دی، خو روغتيايي حالت يې ښه دی. له خپلې دندې څخه د ناوړه استفاده په برخه کې د توقيف شوي ولسوال په اړه کره شواهد لرو.))

د استيناف څارنوال محمدشعيب ثابت وويل چې ولسوال يې د خوست مرکزي زندان ته لېږلی او دوسيه به يې سبا محکمې ته واستوي.

پژواک هڅه وکړه چې د ولسوال او يا په ياده حقوقي قضيه کې د نورو ښکېلو خواوو نظر هم واخلي، خو له هڅو سره سره بريالی نه شو چې کوم ځواب ترلاسه کړي.

د يادونې ده، د تڼيو د ولسوال جاوېد جوشان په ګډون د تېر يو کال په موده کې شپږ لوړ پوړي دولتي مامورين د بېلابېلو جرمونو په تور د خوست د استيناف څارنوالۍ له لوري نيول شوي او دوسيې محکمې ته لېږل شوې دي.

تر اوسه د محکمو له لوري د يادو نيول شوو دولتي مامورينو د دوسيو په اړه له خبريالانو سره کوم معلومات نه دي شريک شوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.