کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٤): ولسمشر اشرف غني په خوست کې د وروستي ځانمرګي بريد د پېښې او د اداري فساد د څېړنو لپاره کميسيونونه ګومارلي دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د خوست له هغو مشرانو او مخورو سره وکتل، چې په دغه ولايت کې د وروستي ځانمرګي بريد د پېښې پېښې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو، د بيړنۍ مرستې د ترسره کولو او د شتون ستونزو د سملاسي حل لپاره، د ده له خوا دغه ولايت ته استول شوى وو.
سرچيننه کاږي، د خوست دغو مشرانو او مخورو له ولسمشر غني سره د دغه ولايت د خلکو د ستونزو د مطرح کولو په ترڅ کې وويل، چې د ده د لارښوونې له مخې يې د وژل شويو کسانو له کورنيو او ټپيانو سره وکتل او د هغه د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب يې ورته څرګند او لازمه بيړنۍ مرسته يې ورسره وکړله.
دغو مشرانو زياته کړې، دوى د خوست له مشرانو، مخورو، ديني عالمانو او د دغه ولايت له پراخو پرګنو سره په دغه ولايت کې د عادي حالت د بېرته راګرځېدو په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې، چې له نېکه مرغه د دغو خبرو او مشورو په پايله کې لاريونونه پاى ته و رسېدل، د خوست بازار او دولتي ادارې د پخوا په څېر بېرته عادي حالت ته را وګرځېدلې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د خوست ولايت د خلکو د غوښتنو په پام کې نيولو سره په دغه ولايت کې د موجودو ستونزو د بنسټيز هواري لپاره د خوست د مشرانو او مخور په ګډون دوه جلا جلا کميسيونونه وګمارل.
سرچينه وايي، له دغو کميسيونونو څخه به يو يې په دغه ولايت کې وروستۍ رامنځته شوې د ځانمرګي بريد پېښه او بل يې د اداري فساد عوامل وڅېړي او د خپلو موندنو په اړه به جمهوري رياست ته راپور وړاندې کړي.
په دې ناسته کې ولسمشر څرګنده کړې، چې د خوست ولايت د رهبرۍ په باب به د دغه ولايت له مشرانو او مخورو سره له سلا مشورې وروسته، خپله پرېکړه اعلان کړي.
بايد ووشي، چې د ولسي جرګې د دوو غړو همايون او کمال ناصر اصولي د خوست له ولايتي شورا سره په ګډه، له دې امله د والي عبدالجبار نعيمي پر ضد لاريونونه او غونډې پيل کړې، چې ګني په اداري فساد کې ښکېل دی.
د همدغو اعتراضونو په ترڅ کې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وري ١٣مه) ځانمرګی بريد وشو، چې په پايله کې يې ۲۲ کسان ووژل شول او د د ولسي جرګې د غړي همايون په ګډون شاوخوا ۶۲ نور ټپيان شول.
دا لاريونونه، چې څه باندې لس ورځې يې دوام وموند، د وري په ١٧مه، له کابل څخه د ورغلي پلاوي په منځګړيتوب پاى ته ورسېدل.
والي نعيمي بيا پر ځان د اداري فساد ټول لګول شوي تورونه بې بنسټه بللي او د ولسي جرګې دواړه معترض غړي يې تورن کړي، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر يې مبارزه پيل کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن