کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٤): د کونړ امنيه قوماندان له چاودنې روغ ووت، خو درې ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له کابل څخه د کونړ په لور روان وو، چې له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د کابل د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې پر موټر د ماين چاودنه وشوه.
ده زياته کړه، دغه ماين د ده په تعقيبي رينجر موټر ور برابر شو، چې له امله يې درې ساتونکي ټپيان شوي او موټر هم زيانمن شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن