کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩٤): ولسمشر غني وايي، حکومت پرېکنده تصميم لري، چې د افغانستان په زندانونو کې شکنجه له منځه يوسي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال ټام مالينووسکي سره په ارګ کې د کتنې پرمهال کړې دي.
سرچينې د ولسمشر له قوله ويلي، د افغانستان حکومت په هېواد کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقوقو، د بيان او د مطبوعاتو د ازادۍ خونديتوب ته ژمن دی.
نوموړي د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو باندې د ټينګار ترڅنګ زياته کړې، حکومت غوڅ تصميم لري، چې د اساسي او رغنده اقداماتو په ترسره کولو سره د افغانستان په زندانونو کې شکنجه له منځه يوسي
د هغه په وينا، حکومت به د هېواد په عدلي او قضايي سيستم کې داسې سمون راولي، چې په عدلي او قضايي ادارو کې عدالت په سمه توګه تامين شي، ترڅو د افغانستان خلک په دغو ادارو کې د رښتيني عدالت په ټينګښت باندې باور پيدا کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن