خوست ښار (پژواک، ٢٠ ورى ٩٤): د خوست ښار د درملتونونو سره د وکيل په نوم د يوه درملتون مخې ته د ماين چاودنې ١٦ ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل ځای پر ځای شوي وو او بيا د يوه درملتون مخې ته درول شوی و.
نوموړي وويل، چاودنه پوره ۱۰ بجې وشوه چې په پايله کې يې د يادې هټۍ د خاوند په ګډون۱۰ ښاريان ټپيان شول، خو په پېښه کې څوک وژل شوي نه دي او ټپيان سمدستي روغتون ته لېږدول شوي دي.
قوماندان فيض الله غيرت زياته کړه، لومړني معلومات ښيي چې ياد هټۍ وال شخصي دښمني لري، خو تر اوسه يې په تور څوک نه دي نيول شوي او پوليسو خپلې څېړنې پيل کړې دي.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې ١٦ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن