ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژې چارې ځنډول شوې

د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژې چارې ځنډول شوې

author avatar
9 Apr 2015 - 14:39
د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژې چارې ځنډول شوې
author avatar
9 Apr 2015 - 14:39

کندهار (پژواک، ٢٠ ورى ٩٤): چارواکي وايي د کندهار ولايت د دهلې بند د دېوالونو د لوړولو پروژه د ځينو ستونزو له امله ځنډول شوې خو د دې پروژې د لومړي پړاو چارې اتيا سلنه ترسره شوې او تر راتلونکو دوو مياشتو به ټولې بشپړې شي.

د کندهار د ابولو لګولو رييس انجنير شېر محمد عطايي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دهلې بند رغولو پروژه دوه برخې لري چې په لومړۍ هغې کې يې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس او تونل جوړول او په دويم پړاو کې د اتو مترو په اندازه د دېوالونو لوړول شامل دي.

هغه زياته کړه، اوسمهال د دې پروژې د لومړي پړاو کارونه اتيا سلنه ترسره شوي او تر راتلونکو دوو مياشتو پورې بشپړېږي، چې ټول ټال ٧١ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېږي.

د نوموړي په وينا، د دهلې بند د پروژې د لومړي پړاو چارې د يوې ترکي کمپنۍ له خوا پر مخ وړل کېږي چې په ډېره ښه توګه راونې دي.

دى وايي، د پروژې د لومړي پړاو د کارونو په بشپړېدو سره به د دهلې بند د اوبو د ضايعاتو مخه ونيول شي او بند به د پروژې د دويم پړاو کارونو پيلولو ته اماده شي چې د اتو مترو په اندازه يې د دېوالونو لوړول دي.

خو هغه خبر ورکړ چې د اوس لپاره د دهلې بند د پروژې د دويم پړاو د پيلېدو چارې ځنډول شوې دي.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې وه د دهلې بند د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي، له اوسني بند سره په خوا کې شپږ نور مرستندوى بندونه جوړ شي، د بند ټولې دخولي او خروجي دروازې جوړې شي، ټول والونه نوي شي او دغه راز دلته د چارو د ښې ترسره کېدا لپاره د برېښنا د توليد ظرفيت يو مېګاواټ ته لوړ شي.

د ده په وينا، پر دغو چارو ٣٠٨ ميليونه ډالر لګښت راځي چې ٣٨ ميليونه ډالر به د ماليې وزارت له خوا او پاتې په يې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېږي.

عطايي وويل، دا چې پرېکړه شوې وه، د دغې پروژې لومړني کارونه به د ماليې وزارت په ٣٨ ميليونه ډالر بوديجه پيل کېږي، خو دا چې هغوى کار پيل نه کړ او دغه اندازه پيسې يې چمتو نه کړې، د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې دغه پروژه ځنډولې ده.

هغه د دهلې بند د دېوالونو د لوړولو پروژه ډېره مهمه وګڼله او ويې ويل چې دا مهال بند له ٤٠ سلنه رسوباتو څخه ډک شوى، مخکې په دې بند کې ٤٨٤ ميليونه متره مکعبه اوبه زېرمه کېدلې، خو په دې وروستيو کې د څه کم ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري.

دى وايي، د دهلې بند د کندهار اوو ولسواليو شاه وليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي، چې ګټه يې د کندهار ٢،٥ ميليونه وګړو ته رسېږي.

ده وويل، د دهلې بند د دېوالونو له لوړولو سره به نه يوازې د کرنې په برخه کې د اوبو د کمښت ستونزه حل شي، بلکې له دغه بند څخه به د شاوخوا ١٠ مېګاواټه برېښنا د توليد امکانات هم برابر شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.