ميمنه(پژواک،٢٠ ورى ٩٤): ځايي چارواکي ادعا کوي چې وسله والومخالفينو د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ کې يو جومات او ١٣د استوګنې کورونه سوځولي، خو وسله وال مخالفين وايي چې په دې پېښه کې لاس نه لري.
د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام وايي چې وسله والو طالبانو د شيرين تګاب په ارپتوى کلي کې دا جومات او د استوګنې کورونه سوځولي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان دوه ورځې وړاندې دې کلي ته تللي، جومات او د استوګنې کورونه يې په دې سبب سوځولي چې خلک يې ولې له دولت سره مرسته او د دوى له امر نه سرغړونه کوي.
خو د شيرين تګاب په استانه بابا کې د ملي پوليسو د يوې پوستې قوماندان محمد غلام ادعا کوي چې طالبانو پخوا ٢٥ کورونه سوځولي او پنځه نور يې تېره ورځ له ارپتو څخه د امنيتي ځواکونو د ليدنې او ستنېدو وروسته سوځولي دي.
هغه وويل چې سوځول شوي کورونه د دولت په ملاتړو قوماندانانو محمدنظر، غلام غلي او داد محمد، حبيب الله ارباب او عادي کسانو پورې اړه لري
د پوستې دغه مسوول وايي چې د ملي اردو ځواکونو سيمه پرېښې او طالبان لا هم په ارپتو کې شته او که چېرته دولت چاڼيز عمليات ونه کړي، نو د شور بازار سيمه به يې له لاسه ووځي او د شيرين تګاب –ميمنې لويه لاره به د طالبانو تر ګواښ لاندې راشي.
د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک وايي چې يو شمېر کورونه سوځول شوي او تر اوسه د سوځول شوو کورونو کره شمېره نه ده معلومه.
نوموړي په شيرين تګاب کې د جګړې د ځاني مرګ ژوبلې په اړه وويل چې د نښتې په ترڅ کې تر اوسه پنځه طالبان او يو شپون وژل شوي او د دولت پلوو ځواکونو يو تن ژوبل شوى دى.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته په يوه استولي برېښناليک کې ويلي چې طالبان د جګړې په ترڅ کې په شيرين تګاب کې د جومات سوځېدل غندي.
هغه زياته کړه چې دا د دولتي کسانو کار دى، طالبان هېڅکله هم دا ډول ناوړه عمل نه تر سره کوي او نورو ته هم د دا ډول کار اجازه نه ورکوي.
د هغه په خبره، دا د دښمن هڅه ده چې غواړي د طالبانو نوم بد کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن