ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د طالبانو يو ولسوال له خپلو لسو کسانو سره وژل شوى

لغمان کې د طالبانو يو ولسوال له خپلو لسو کسانو سره وژل شوى

author avatar
9 Apr 2015 - 17:07
لغمان کې د طالبانو يو ولسوال له خپلو لسو کسانو سره وژل شوى
author avatar
9 Apr 2015 - 17:07

جلال اباد (پژواک، ٢٠ ورى ٩٤): چارواکي وايي چې په لغمان کې د طالبانو د يوه ولسوال په ګډون لس وسله وال هوايي بريد وژلي دي.

د لغمان د سرپرست والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې په دولت شاه ولسوالۍ کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې د بريد په پايله کې د دولت شاه ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال له خپلو نهو کسانو سره وژل شوى دى.

د نوموړي په وينا، په وژل شوو کې د دغه ولايت د اليشنګ او بادپښ ولسواليو لپاره د طالبانو قوماندانان هم شامل دي.

ځواک وويل چې دغه هوايي بريد د دولت شاه ولسوالۍ د بمبي سيمې پر يوه غرنۍ ساحه شوى خو ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

ځواک وايي چې وژل شوى طالب ولسوال شاه نور چپاو په  ډېرو نا امنيو کې لاس درلود.

د والي وياند دا ونه ويل چې دغه هوايي بريد د افغان يا بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.