ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد په موټربم چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ١٤ ټپيان دي

د جلال اباد په موټربم چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ١٤ ټپيان دي

author avatar
10 Apr 2015 - 10:25
د جلال اباد په موټربم چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ١٤ ټپيان دي
author avatar
10 Apr 2015 - 10:25

څلورم تعقيب - جلال اباد (پژواک،۲۱ وری ۹۴): د ننګرهار هوايي ډګر مخې ته د بهرنيو پوځيانو پر کتار د موټر بم په چاودنه کې، څلور ملکي وګړي ووژل شوي او د دوو سرتېرو په ګډون ۱۴ تنه ټپيان شوي دي.

دا پېښه نن (د وري ۲۱مه) شاوخوا لس بجې، هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ځانمرګي بريدګر خپل کرولا موټر د بهرنيو پوځيانو د موټرو له کتار سره وجنګاوه.

چارواکي وايي، په دې پېښه کې بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د ملي دوه سرتېري په کې ټپيان شوي او د پېښې نور ټول قربانيان ملکي خلک دي.

د ننګرهار په هوايي ډګر کې د ملي اردو د هوايي ډګر د ساتنې د ټولي قوماندان جګړن محمد امين د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي او بهرنيو پوځيانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو پوځي موټر يې ويجاړ شوی دی.

دى زياتوي: ((ځانمرګی بريد په کرولا موتړ کې و، کله چې د بهرنيو سرتېرو پوځي موټر د هوايي ډګر لومړۍ دروازې ته را ورسېدل، چاودنه يې پرې وکړه؛ دې پېښې کې زموږ دوه سرتېري چې دغلته پوسته کې ناست وو، ټپيان شوي، ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ماته يې کره معلومات نشته.))

اخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال، پژواک اژانس ته وويل چې له يادې پېښې ورته څلور جسدونه او ۱۲ ټپيان ور وړل شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.

نوموړي يادونه وکړه، چې په وژل شوو کسانو کې يو ماشوم او په ټپيانو کې هم يو ماشوم شامل دى او د درې ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

دا چاودنه د جلال اباد ښار ختيځ ته د ننګرهار هوايي ډګر لومړۍ دروازې ته څېرمه شوې، چې شاوخوا يې د موټرو لسګونه پلورنځي (بارګينونه) هم شته دي.

په دغه هوايي ډګر کې د امريکايي سرتېرو په ګډون د ناټو ځواکونه مېشت دي، خو ملکي پروازونه ترې نه کېږي.

د پېښې په سيمه کې د غريب الله په نامه يوه عيني شاهد چې جامې يې په وينو ککړې وې، پژواک ته وويل: ((د چاودنې له سيمې لږ لرې وم، تر پېښې وروسته مې په خپله د پنځو کسانو جسدونه د پوليسو موټر ته پورته کړل او ډېر نور ټپيان شوي هم وو.))

نوموړي وايي، په دې پېښه کې د څو بارګينونو سلګونه موټر تخريب شوي او د يو شمېر هټيو ښيې او دروازې ماتې شوې دي.

د بهسودو ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي محمد حليم عرب د ننګرهار په ملکي روغتون کې پژواک ته وويل: ((په دې پېښه کې د بهسودو ولسوالۍ پنځه اوسېدونکي، چې په بارګينونو کې يې کار کاوه، وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.