غزني ښار (پژواک ٢١ ورى ٩٤): د غزني چارواکي وايي، چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر يوه موټر ماين چاودلى، چې له امله يې ١٢ تنه سپرلۍ وژل شوې دي.
د غزني د والي مرستيال محمد عالي احمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار څه باندې لس بجې يو ټونس موټر، چې له قره باغ ولسوالۍ څخه خوګياڼو ولسوالۍ ته روان و، د ده ملا په سيمه کې پر ماين ختلى او ماين چاودلى دى.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د موټر ١٢ تنه سپرلۍ وژل شوي، چې شپږ تنه يې ښځې او ماشومان او پاتې نور نارينه دي.
نوموړي، د دې ماين ايښودنې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او وايي، چې مړي يې د سيمې د خلکو په مرسته غزني ښار ته را لېږدولي دي.
خو بايد ووشي، چې طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
د سيمې يو اوسېدونکى عبدالمتين بيا وايي، چې په دې پېښه کې يو تن ټپي شوى هم دى.
د هغه په وينا، ياده سيمه د طالبانو په لاس کې ده او دولتي پوستې په کې نشته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن