ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترينکوټ کې د يوې موسسې پنځه تښتول شوي کسان وژل شوي

په ترينکوټ کې د يوې موسسې پنځه تښتول شوي کسان وژل شوي

author avatar
10 Apr 2015 - 14:54
په ترينکوټ کې د يوې موسسې پنځه تښتول شوي کسان وژل شوي
author avatar
10 Apr 2015 - 14:54

ترينکوټ (پژواک ٢١ ورى ٩٤): د اروزګان چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د وسله والو مخالفينو له لوري د يوې موسسې پنځه تنه تښتول شوي کارکوونکي وژل شوي دي.

دا پنځه افغان کارکوونکي د ماشومانو د ساتنې موسسې (Safe The Children) اړوند وو، چې کابو يوه نيمه مياشت وړاندې (د تېر کال د کب په ١١مه) تښتول شوي وو.

هغه مهال امنيتي مسوولينو ويلي وو، چې دا کسان د ترينکوټ ښار اړوند سرخاب سيمې ته له خپلو پروژو څخه د ليدنې په موخه ته تللي وو، چې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول. ياده موسسه په سرخاب کې د څښلو د پاکو اوبو لپاره د ژورو څاه ګانو د کېندلو پروژې پلې کوي.

د اروزګان د مرکز ترينکوټ د لومړۍ حوزې آمر دويم څارن ګل اغا، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار ورته احوال رسېدلى، چې ياد کسان وژل شوي او جسدونه يې د ترينکوټ په لرې پرتو سيمو سوسنک او زمتو کې پراته دي.

ده زياته کړه، د دې جسدونو د موندلو او را لېږدولو په موخه يې يو شمېر غير دولتي کسان سيمې ته لېږلي دي.

په کابل کې د يادې موسسې وياندې زبيدې اکبر په دې اړه بې خبري وښوده، خو د وژل شويو کسانو د کورنۍ يو غړى د نوم نه خپرېدو په شرط وايي، دوى ته هم معلومات رسېدلي چې دا کسان وژل شوي، خو لا جسدونه نه دي ورسپارل شوي.

بايد وويل شي، چې په دې کسانو يو تن د ننګرهار او ٤ نور د اروزګان اوسېدونکي وو.

وسله والو مخالفينو بيا په دې اړه، تراوسه پورې څرګندونې نه دي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.