مهترلام (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): په د اخلي بريد کې د ملي اردو د وژل شوي سرتېري کاکا وايي چې هغه له هېڅ يوې ډلې سره تړاو نه درلود.
د عبدالعظيم په نوم د ملي اردو دغه سرتېري تېره اوونۍ د ننګرهار په قصر کې پر امريکايي سرتېرو ډزې وکړې، چې په کې يو امريکايي سرتېرى ووژل شو او اته نور ټپيان شول.
دغه راز د امريکايي سرتېرو په ځوابي ډزو کې عبدالعظيم له يوه بل سرتېري سره ووژل شو او يو سرتېرى ټپي شو.
عبدالعظيم د وري په ٢٢مه د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ په غازي اباد کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
د هغه د جنازې په مراسمو کې د لغمان له پنځو ولسواليو او مرکز څخه زرګونو کسانو برخه اخيستې وه.
د جنازې تر مراسمو وروسته د عبدالعظيم کاکا عبدالرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې وراره يې دوه کاله مخکې له ملي اردو سره يو ځاى شوى و.
د نوموړي په وينا، په ملي اردو کې تر دندې مخکې عبدالعظيم په خپل کلي کې مېشت و او ښوونځى يې هم نه و لوستى.
عبدالرحيم وايي چې هغه له هېچا او هېڅ يوې ډلې سره تړاو نه درلود او د خپل ملي احساس له مخې له ملي اردو سره يو ځاى شوى و.
هغه له اړوندو ډلو وغوښتل چې عبدالعظيم دې په ځان پورې نه تړي.
د يادونې ده، د جلال اباد تر پېښې وروسته د زبير صديقي په نوم يوه تن چې ځان د حزب اسلامي وياند معرفي کاوه، د يادې پېښې مسووليت اخيستى او ويلي وو چې عبدالعظيم له دوى سره تړاو درلود.
د يوې پوښتنې په ځواب کې د عبدالعظيم کاکا وويل چې د يادې پېښې په اړه دوى له عبدالعظيم څخه هېڅ نه و اورېدلي او نه يې هم په دې اړه له چا سره مشوره کړې وه.
د جنازې په مراسمو کې يو شمېر ديني عالمانو د جهاد پر فضايلو هم رڼا واچوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن