ميدانښار (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): د ميدان وردګو ولايت مالي او اداري رييس د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ميدان وردګو ولايت مالي او اداري رييس پيرمحمد کوچى نن سهار په ميدانښار کې له کوره د دندې پر لور روان و چې ناپېژانده وسله والو پرې ډزې وکړې او ويې واژه.
خوږياڼى وايي چې وسله وال تر بريد وروسته تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د نوموړي په وينا، پيرمحمد کوچى له تېرو ٣٤ کلونو راهيسې په دغه ولايت کې دنده ترسره کوله.
ده وويل چې نوموړي تر دې مخکې د سرپرست والي، مرستيال والي او يو شمېر نورو برخو کې دندې ترسره کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن