ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمدخان: په اوسنيو شرايطو کې د سولې عالي شورا بې ګټې ده

محمدخان: په اوسنيو شرايطو کې د سولې عالي شورا بې ګټې ده

author avatar
11 Apr 2015 - 12:39
محمدخان: په اوسنيو شرايطو کې د سولې عالي شورا بې ګټې ده
author avatar
11 Apr 2015 - 12:39

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): د اجرائيه رياست لومړى مرستيال وايي، په اوسني حالت کې د سولې عالي شورا نه شتون ګټور دى.

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان دغه څرګندونې د وري په ٢٢مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه  چې د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېد وروسته د سولې عالي شورا هېڅ ډول کار نه دى  کړى.

نوموړي وويل چې د سولې په روانو هلو ځلو کې هم د سولې شورا نه ده پوښتل شوې او نه هم هغوى له روانو جرياناتو خبر دي.

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال وويل چې ولسمشر اشرف غني د سولې خبرې اترې او هلې ځلې د خپلو ځانګړو استازو له خوا پر مخ بيايي.

انجنير محمدخان وويل چې د سولې عالي شورا د سولې په روانو هلو ځلو کې هېڅ اهميت نه لري او په اوسني حالت کې يې له شتونه، نه شتون غوره دى.

خو نوموړي وويل چې د سولې د شورا موجوديت هغه مهال ګټور او ښه تمامېږي چې له خپل اوسني غير فعال حالت څخه راووځي.

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال وويل چې د سولې په عالي شورا کې پوه او تجربه لرونکي ظرفيتونه او اشخاص شته، حکومت بايد له دوى څخه په نورو برخو کې کار واخلي.

د هغه په وينا، چې د سولې يوه  اعتماد وړ شورا په کار ده، نه د اوسنۍ  په څېر.

د سولې په  روانو هلو ځلو  کې د پاکستان د رول او د دغه هېواد د رښتينولۍ په اړه انجنير محمدخان وويل، دا به وخت ثابته کړي چې پاکستان په دې کې څومره صادق دى.

د هغه په وينا، د پاکستان ملکي او نظامي چارواکو څو څو ځلې ادعا کړې چې دغه ځل د سولې په برخه کې د زړه له اخلاصه قدمونه پورته کوي.

خو د اجرائيه رياست مرستيال وايي، ځيني سرحدي ستونزې او امنيتي پېښې د پاکستان صداقت تر سوال لاندې راولي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.