ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت د خوست د وروستي ځانمرګي بريد په تړاو شپږ تنه ونيول

ملي امنيت د خوست د وروستي ځانمرګي بريد په تړاو شپږ تنه ونيول

author avatar
11 Apr 2015 - 18:09
ملي امنيت د خوست د وروستي ځانمرګي بريد په تړاو شپږ تنه ونيول
author avatar
11 Apr 2015 - 18:09

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): ملي امنيت د خوست ولايت په وروستي ځانمرګي بريد کې د لاس لرلو په تور شپږ تنه نيولي دي.

د روانې مياشتې په ١٣مه، په خوست ولايت کې ځانمرګى بريد ترسره شو، چې له امله يې ٢٢ تنه ووژل شول او   د ولسي جرګې د غړي همايون په ګډون شاوخوا ۶۲ نور په کې ټپيان شول.

د ملي امنيت رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ياد شوي بريد په تور شپږ تنه نيول شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په يادو کسانو کې عبيدالله د افضل الرحمن زوی د خيبر پښتونخوا اوسېدونکى او پاتې پنځه نور شکيل الرحمن د حبيب الرحمن زوی، نورالدين د قيام الدين زوی، عابدالله د لعل مرجان زوى، سيدالرحمن د کمال خان زوى او وحيدالله د محمد خان زوى د خوست ولايت اوسېدونکي دي.

سرچينه زياتوي، نيول شويو کسانو د څېړنو پرمهال په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې ځانمرګى بريد د شاه غلام په نوم د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي د حقاني ډلې په همکارۍ تر سره کړى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هغه مهال ويلي و، چې دوى په ياد بريد کې لاس نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.