ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو بلوچستان کې ٢٠ کارګر وژلي

وسله والو بلوچستان کې ٢٠ کارګر وژلي

author avatar
11 Apr 2015 - 12:58
وسله والو بلوچستان کې ٢٠ کارګر وژلي
author avatar
11 Apr 2015 - 12:58

کابل  (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): ناپېژانده وسله والو د پاکستان په بلوچستان ايالات کې د يوې پروژې ٢٠ کارګر وژلي دي.

پاکستانۍ رسنيو د وري په ٢٢مه خبر ورکړى چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د بلوچستان ايالت په تربت سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، يوه ډله وسله وال چې پر موټرسايکلونو راغلي وو، په تربت سيمه کې د يوه پول د جوړولو د کارکوونکو پر خېمو ډزې کړې او ٢٠ کسان يې وژلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي چې ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په راپور کې راغلي چې وژل شوي د پاکستان د سيند ايالت اوسېدونکي وو .

تر اوسه د دغه بريد مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.