ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د يوه ښوونځي لسګونه زده کوونکي مسموم شول

په هرات کې د يوه ښوونځي لسګونه زده کوونکي مسموم شول

author avatar
11 Apr 2015 - 14:38
په هرات کې د يوه ښوونځي لسګونه زده کوونکي مسموم شول
author avatar
11 Apr 2015 - 14:38

هرات (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): د هرات روغتيايي چارواکي وايي چې د هرات ښار په نواباد سيمه کې د فتح د هلکانو لېسې ٨٢ زده کوونکي نن له غرمې وړاندې مسموم شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون سرپرستې ملکې پيغام خبريالانو ته وويل، مسموم شوي ماشومان له ٧ تر١٢ کلونو پورې عمرونه لري او د لومړي تر اتم ټولګي زده کوونکي دي.

مېرمن پيغام وويل چې دا زده کوونکي د ښوونځي مخې ته د شورنخودو له پلورنځي د نخود تر پېرلو او خوړولو وروسته د تبې، سردرد او زړه بدۍ سره مخ شوي او په بېړني ډول روغتون ته رسول شوي دي.

هغې زياته کړه: ((د ټولو وضعيت ښه دى، دوى ښوونځي ته تر تګ وړاندې شور نخود خوړلي وو، نيم ساعت وروسته ټولو ته سردرد، تبه او زړه بدي پيدا شول او ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شول.))

د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالمجيد روزي خبريالانو ته وويل چې نخود پلورونکى د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.

امنيه قوماندان وايي چې نخود پلورونکى په هرات ولايت کې له تروريستي ډلې سره تړاو لري او زياته يې کړه چې د يادې ډلې د نورو غړو د نيولو لپاره يې هم هڅې پيل کړې دي.

هغه په دې اړه زيات جزئيات ورنه کړل او ويې ويل چې له نخود پلورونکي پوښتنې روانې دي.

هغه په دې اړه زيات معلومات ورنه کړل او وويل چې له نخود پلورونکي پوښتنې روانې دي.

په ورته وخت کې ځينې مسموم شوي زده کوونکي وايي چې ښوونځي ته له تګ وړاندې يوه شورنخود پلورونکي دوى ته وويل چې که چېرته نخود واخلى نو په ښوونځي کې کاميابېږى.

د فتح لېسې د پنځم ټولګي زده کوونکي احمد شعيب پژواک ته وويل: ((د شور نخودو پلورونکي وويل چې راشئ وايې خلئ! تاسې ښوونځي ته کاميابوم، کله مو چې وخوړل او ټولګي ته ولاړم، نو سردرد شوک او خوا مې بد بد کېده.))

د يوه مسموم شوي زده کوونکي پلار غلام محبوب پر حکومت د نيوکې تر څنګ وويل چې بايد د ښوونځيو په مخکې د خوراکي توکو د پلور مخنيوى وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ په ډاډمن زړه خپل اولادونه ښوونځي ته استوو، خو ليدل کېږي چې هغوى له څه حال سره مخ کېږي، حکومت بايد په دې برخه کې پاملرنه وکړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.