اسعداباد (پژواک، ٢٣ ورى ٩٤): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار وختي د ماڼوګي ولسوالۍ د شوړيک په سيمه کې شوى دى.
سيدخېل وويل چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د شوړيک سيمې د چنار په کلي کې د وسله والو مخالفينو پر يوه پټنځاى هوايي بريد کړى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې چې په دغه بريد د سرم الدين په نوم د يوه قوماندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن