ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د ملي اردو ٣٣ سرتېري ورک، ټپيان او وژل شوي

بدخشان کې د ملي اردو ٣٣ سرتېري ورک، ټپيان او وژل شوي

author avatar
13 Apr 2015 - 12:17
بدخشان کې د ملي اردو ٣٣ سرتېري ورک، ټپيان او وژل شوي
author avatar
13 Apr 2015 - 12:17

فيض اباد (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): ملي دفاع وزارت د بدخشان د جرم ولسوالۍ په جګړه کې د ملي اردو د ٣٣ منسوبينو د مرګ ژوبلې او ورکې خبر ورکړ.

دا وزارت وايي چې وسله والو مخالفينو د بدخشان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي امان الدين تر مشرۍ لاندې چې شمېر يې دوو سوو ته رسېږي، د جمعې په ورځ سهار د جرم په دهن اب خستک سيمه کې د ملي اردو پر پوستو بريد وکړ.

د ملي دفاع وزارت له خوا نن پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو مخالفينو او ملي اردو تر منځ پنځه ساعته جګړه شوې چې په پايله کې يې د عمر اسلام په مشرۍ د شپږو بهرنيو وګړو په ګډون ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

په وژل شوو کې خپله قوماندان عمر اسلام  هم شامل دى.

د سرچينې په خبره، د نښتې په ترڅ کې په ټوليز ډول د ملي اردو ٣٣ منسوبين وژل شوي، ژوبل او ورک شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي چې په دې برخه کې د ځينو افرادو او اشخاصو له خوا وړاندې  شوې شمېرې او احصايې په بشپړه توګه ناسمې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان سرپرست مرستيال والي ګل محمد بيدار تېره ورځ پژواک ته وويل چې د دې جګړې په  ترڅ کې د ملي اردو ٩ سرتېري وژل شوي، اووه ژوبل او اته نور ورک شوي خو دا لا څرګنده نه ده چې هغوى پر جګړه بوخت دي، پټ شوي او که وسله والو مخالفينو نيولي دي.

تر دې وړاندې د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري د ملي اردو د وژل شوو سرتېرو شمېره شپږ او د ژوبلو شوو ١٣ تنه ښودلې وه.

د ده په خبره، په دې جګړه کې د محبوالله په نوم يوه ځايي طالب قوماندان او څلورو تاجکستاني وګړو  ٢٣ ځايي طالبان وژل شوي او بريد يې پر شا تمبولى دى.

خو وسله وال مخالفين ادعا کوي چې په دغه بريد کې يې ١٣ پوستې نيولې ، ٤٩ دولتي سرتېري يې وژلي او ٤٢ نور يې ټپيان کړي دي.

طالبانو د خپلو پنځو ملګرو د وژل کېدو او اوو نورو د ژوبلېدو خبره منلې او ادعا کوي چې په دې جګړه کې يې درې امنيتي سرتېري نيولي او د ١٦ ټانکونو  او رينجر موټرو تر څنګ په پوستو کې شته  وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د بدخشان سرپرست والي شاه ولي الله اديب وايي چې شاوخوا ١٢٠ بهرني وګړي چې چيچيني، ازبکستاني او تاجکستاني دي، د جرم ولسوالۍ په خستک دره کې فعاليت لري چې امنيت ته جدي ګواښ رامنځته کولى شي.

د کورنيو چارو  وزارت وياند صديق صديقي د تېرې ورځې په خبري ناسته کې وويل چې امنيتي ځواکونه په جرم ولسوال کۍ د وسله والو مخالفينو له ګواښ سره مخ شوي، خو کلک ځواب يې ورکړى او امنيتي ځواکونه ددې ولايت په اکثره ولسواليو کې د شته امنيتي ننګونو پر وړاندې کار کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.