ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د اسلامي نړۍ د پايتخت نومونې لومړۍ کليزه ونمانځل شوه

د غزني د اسلامي نړۍ د پايتخت نومونې لومړۍ کليزه ونمانځل شوه

author avatar
13 Apr 2015 - 20:05
د غزني د اسلامي نړۍ د پايتخت نومونې لومړۍ کليزه ونمانځل شوه
author avatar
13 Apr 2015 - 20:05

غزني ښار (پژواک ۲۴ ورى ۹۴): له نن يو کال وړاندې غزني د اسلامي نړۍ د پلازمېنې په توګه ونومول شو، چې په همدې مناسبت په دې ولايت کې د دې نومونې لومړۍ کليزه ونمانځل شوه.

دا نومونه په ٢٠١٣ کال کې ترسره شوې وه، خو د نومونې مراسم يې تېر کال د وري په ٢٤مه، ترسره شول. د همدې ورځې په وياړ نن په غزني يوه غونډه جوړه شوې وه.

په ياده نمانځغونډه کې د غزني د چارواکو په ګډون د لوګر، پکتيکا چارواکو او د ولسي جرګي يو شمېر غړو او په سلګونو عامو خلکو ګډون کړى وو.

د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده په دې غونډه کې وويل، کله چې په ۲۰۰۷زېږديز کال غزني د اسلامي هېوادونو د اسلامي ثقافت د مرکز اعلان شو، هغه مهال د دولت په ګډون زياتو نړيوالو له غزني سره د مرستې ژمنې وکړې.

دى وايي: "په غزني کې د ۲۲۰ ميليونو ډالرو ژمنه شوې وه، خو له دې جملې څخه يې ۱۷ ميليونه راغلل او بس او دا کوم کارونه چې شوي، له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲ کال پورې شوي دي."

نوموړي يو ځل بيا پر لوړپوړو چارواکو غږ وکړ، چې هر کال غزني ته لس ميليونه ډالره ځانګړي کړي، څو د اسلامي ثقافت مرکز داسې جوړ کړي، چې له نړۍ څخه ورته سيلاليان راشي.

د ده په خبره، که څه هم په غزني کې څه ناڅه کارونه وشول، خو په هغې اندازه نه وو، لکه څرنګه چې ورسره ژمنه شوې وه.

دى وايي: ((په دغې موده کې۳۲ تاريخي او لرغوني ابدات رغول شوي، له تېر کال څخه بيا تراوسه په دغه اړوند د هوايي ډګر او د غزني د تاريخي کلا د رغولو کارونه پيل شوي او تر لس عنوانه  زيات کتابونه  هم خپاره شوي، خو له دې ولايت سره د شويو پيسو ژمنه په ځاى نه شوه.))

والي وويل، چې مرکزي دولت ژمنه کړې وه، چې دا ولايت به داسې جوړوي، څو يې بهرنيان سيل ته راشي، خو له بده مرغه چې داسې ونه شول.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي، چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، په ياده برخه کې مرکزي دولت په ناغېړۍ تورن کړ،

ده وويل، دا چې غزني د اسلامي نړۍ پايتخت ونومول شو، نو دا نوم يواځې غزني نه، بلکې ټول هېواد ګټلى و، چې له دې سره بايد په دې ولايت کې زيات کارونه شوي واى.

دى زياتوي: ((دا خو لا څه کوې چې کارونه نه دي شوي، خو اوسمهال يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې غزني بدنامه هم کړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.