غزني (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): د غزني د ملي امنيت منسوبينو نن سهار درې وسله واله له وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.
د غزني ولايت سرپرست موسى خان اکبرزاده وايي چې دغو کسانو غوښتل د نننيو مراسمو پر ګډونوالو بريد وکړي.
نن په غزني ښار کې د اسلامي تمدن د مرکز په نوم د غزني د نومول کېدو کليزه نمانځل کېږي.
غزني په ٢٠٠٧ کال کې د ليبيا په پلازمېنه طرابلس ښار کې د اسلامي هېوادونو د علمي، فرهنګي او روزنيز سازمان (ايسسکو) له خوا د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي نړۍ د فرهنګ او تمدن مرکز ونومول شو.
خو په چمتووالي او په رغنيزو چارو کې د ځنډ له امله په غزني کې د دې ستر وياړ نمانځونډه کې ځنډ راغى او د ٢٠١٤ کال په اپرېل مياشت کې ترسره شوه چې د افغان چارواکو تر څنګ د ايران د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، د تاجکستان د کلتوري چارو وزارت مرستيال او يو شمېر سفيرانو په کې ګډون درلود.
نن د همدې نمانځغونډې د کليزې په وياړ په غزني کې مراسم جوړ شوي دي.
په دغو مراسمو کې د غزني، لوګر او پکتيا ولايتي چارواکي، د ولسي جرګې ځيني غړي او يو شمېر اوسېدونکي برخه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن