فراه (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او د څلورو ماشومانو په ګډون لس نور ټپيان شوي دي.
د فراه د ترافيکو مدير سمونيار محمداصف نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د دوو شخصي موټرو د ټکر له امله تېره ورځ مازديګر مهال د بالابلوک په فراه رود دوه لارې کې رامنځته شوه.
هغه وايي چې په پېښه کې مړه شوي دوه د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وو، خو د ټپپانو د ځاى په اړه معلومات نه لري.
د ده د معلوماتو له مخې، ټپيان چې څلور يې ماشومان او پاتې نور يې لويان نارينه دي د درملنې لپاره هرات ته لېږدول شوي دي.
هغه وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن