ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تښتول شوي ٣١ مسافر به تر لسو ورځو راخوشي شي

تښتول شوي ٣١ مسافر به تر لسو ورځو راخوشي شي

author avatar
14 Apr 2015 - 16:10
تښتول شوي ٣١ مسافر به تر لسو ورځو راخوشي شي
author avatar
14 Apr 2015 - 16:10

کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٤): د ولسي جرګې منشي وايي چې د کابل-کندهار له لويې لارې تښتول شوي ٣١ مسافر به تر لسو راتلونکو ورځو پورې خپلو کورنيو ته ستانه شي.

څه باندې پنځوس ورځې کېږي چې ياد مسافر کور ته د راتګ پر مهال د کندهار-کابل له لويې لارې د  ناپېژاندو وسله والو له لوري وتښتول شول چې تر اوسه يې برخليک نه دى څرګند شوى.

په کابل کې د تښتول شوو مسافرو د کورنيو او مدني فعالانو غوندې او پرله پسې تحصن ورځ تر بلې ورځې زور اخلي او په يوه خوله د مسافرو د راخوشي کولو غوښتنه کوي.

نن هم د عدالت غوښتنې ډلې او د مسافرو د کورنيو لسګونه غړي چې له څه وخت راهيسې يې د کابل ښار په زرنګار پارک کې د تحصن خېمه وهلې، د ملي شورا د يو شمېر غړو په ملتيا د پارک انګړ ته راغلل او سلګونه پوکاڼې يې اسمان ته د اعتراض په دود خوشې کړې.

معترضينو پر خپل دغه خوځښت له تښتوونکو غوښتنه وکړه چې مسافر دې را خوشي کړي او له خپلو کورنيو سره يو ځاى شي.

د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي د معترضينو په منځ کې وويل: ((د قومي مخورو له لارې خبرې روانې دي او انشاءالله چې په راتلونکو لسو ورځو کې به تښتول شوي مسافر خپلو کورنيو ته راستانه شي.

هغه زياته کړه، تر کومه چې دى معلومات لري، دولت په دې برخه کې ډېرې هڅې کړې او په نږدې راتلونکي کې به ښه خبر واورېدل شي.

انعامي زياته کړه: ((شېبې وړاندې مې له يوه لوړپوړي دولتي چارواکي سره په دې اړه خبرې وکړې، هغوى ښه خبرونه لرل خو په جزئياتو سره يې نه شم ويلى.))

سرچينې زياته کړه، ولسمشر ويلي چې د تښتول شوو له برخليک خبر دى او حتى په هغو سيمو کې چې دوى په کې دي، کله چې افراد او اشخاص ګومارل کېږي، خپل ځاى بدلوي او يوه بل نا څرګند ځاى ته لېږدول کېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې د عدالت غوښتنې مدني ډلې او د تښتول شوو يو شمېر کورنيو ٩ ورځې وړاندې په کابل کې د تحصن په موخه خېمې وهلې  او په دولت نيوکه کوي چې تر اوسه يې د مسافرينو د وضعيت په اړه کره حال نه دى ورکړى.

د تښتول شوو له ډلې د يوه مور بې بې عايشه  چې د زرنګار پارک په يوه څوکۍ له يو عالم سوچونو سره ناسته وه، وويل چې زوى يې يوسف نومېږي ٢٣ کاله عمر لري، په هرات پوهنتون کې محصل دى، ازموينه يې ورکړې وه او کابل ته را روان و.

هغې زياته کړه، له تښتول کېدو وروسته يې تر ننه له زوى سره ټيلېفوني خبرې نه دې کړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.