ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لوړو ودانيو او ښارګوټو مالکان به د کاناليزاسيون سيستم جوړولو ته اړباسم”

“د لوړو ودانيو او ښارګوټو مالکان به د کاناليزاسيون سيستم جوړولو ته اړباسم”

author avatar
14 Apr 2015 - 15:43
“د لوړو ودانيو او ښارګوټو مالکان به د کاناليزاسيون سيستم جوړولو ته اړباسم”
author avatar
14 Apr 2015 - 15:43

کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٤): احمدضيا مسعود په کابل ښار کې د کاناليزاسيون او فاضلاب سيستم پر نشتوالي نيوکه وکړه، د ښار ګوټو او لوړ پوړيزو ودانيو له مالکانو يې وغوښتل چې دغه سيستم دې ژر تر ژره فعال کړي.

په تېره څه باندې يوه لسيزه کې په کابل ښار کې په لسګونو لوړې ودانۍ او ښارګوټي جوړ شوي، خو ډېرى يې د کاناليزاسيون او فاضلاب سيستم نه لري چې دا چاره د بدبويۍ او کثافاتو ډېرېدو لامل شوې ده.

د اصلاحاتو او د غورې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضيا مسعود د کابل د اريانا کارتې سړک د پخولو د پرانيستې په مراسمو کې وويل، هغه ښارګوټي چې د ښاروالۍ او ښار جوړولو وزارت له خوا د جوړېدو اجازه ورکړل شوې، د کاناليزاسيون برخې ته يې سمه پاملرنه نه ده کړې.

هغه زياته کړه چې د ښار په ځينو برخو کې چې کله څوک د لوړ پوړيزو ودانيو تر څنګ تېرېږي، ډېر بد بويي وي چې دا د خواشينۍ خبره ده.

مسعود د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: ((که چېرې دې ستونزې ته حل لاره ونه لټول شي، تر راتلونکو څو کلونو به کابل ښار پر يوه بوين او له کثافاتو په ډک ښار بدل شي.))

د اصلاحاتو او غورې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي زياته کړه چې د ښارګوټي په جوړولو کې مهم شى د کاناليزاسيون سيستم دى، خو د ډېرى لوړو ودانيو او ښارګوټو دې برخه ته سمه پاملرنه نه ده شوې.

هغه زياته کړه، داسې يو پلاوى يې ګومارلى چې د لوړ پوړيزو ودانيو او ښارګوټو له مالکانو سره خبرې وکړي او د کاناليزاسيون سيستم جوړولو ته يې اړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې د  کابل پخوانى ښاروال محمد يونس نو اندېش د سړکونو د خرابوالي او د منظم کاناليزاسيون سيستم د نشتوالي له امله له نيوکې سره مخ شو، خو هغه وويل چې د وضعيت د ښه کېدو لپاره هڅې روانې دي.

د ويلو ده چې پژواک خبري اژانس تېر کال د کابل ښار د بېلابېلو سيمو له ٢٠٠ تنو سره خبرې کړې وې او ١٧ سلنه و يې د کاناليزاسيون سيستم نشتوالى، د ښه چاپېريال او د څښاک پاکو اوبو نه شتون يې د سترو ستونزو په توګه ياد کړي وو او له نوي حکومته په ځانګړي ډول له ولسمشره يې د دې ستونزې د حل غوښتنه کړې وه.

دوى ويل چې د کابل ښار نفوس د تېرو څلورو لسيزو په پرتله لس چنده زيات شوى، لوړې ودانۍ، کورونه او ښارګوټي کاناليزاسيون نه لري چې کابل ښاريان يې د چاپېريال له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.