پل علم (پژواک، ٢٥ ورى ٩٤): د لوګر چارواکي وايي چې په يوه ترافيکي پېښه کې د دغه ولايت مالي او اداري رييس او د لوګر د ولايتي شورا مشاور مړه شوي دي.
د لوګر د ولايت وياند دين محمد دروېش وايي چې په دې پېښه کې د مخابراتو رييس او د هغه ډريور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا د ولايت اداري او مالي مشر توريالى جبارخېل، د ولايتي شورا مشاور ډاکتر اسماعيل ابراهيمي او د مخابراتو رييس سيد جواد قيومي د پل علم ښار ته څېرمه يوې غونډې ته د مېلې لپاره تللي وو چې د بېرته راستنېدو پر مهال يې پر لاره موټر واوښت.
هغه وويل چې په پېښه کې جبارخېل او ابراهيمي وژل شوي او قيومي او ډريور يې سخت ژوبل دي چې د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
هغه وويل چې مړه شوو يادو دولتي مامورينو له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې دندې ترسره کولې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن